د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې د سېنېټ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه

د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې د سېنېټ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې د سېنېټ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور سيد شبلي فراز٬د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفرالحق٬په سېنېټ كښې د سياسي ګوندونو پارليماني مشرانو٬د پارليماني چارو وفاقي وزير او د سېنېټ سېكتر امجد پروېز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د سېنېټ اوسنۍ غونډې په ايجنډا او د قانون سازۍ په چارو بحث وكړی شو۔