د سناتورې شيري رحمان ټوېټ ګمراه كن دے٬د سېنېټ په غونډه كښې د سناتور مير كبير احمد محمد شاهي پوښتنه په سپريم كورټ او هائي كورټ كښې د كيسونو د التوا په حقله وه٬د پوښتنې په ځواب كښې سپريم كورټ او هائي كورټ كښې د ځنډېدونكو كيسونه شمېره ښودلې شوې۔د قانون او انصاف د وزير وياند

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د قانون او انصاف د وزير وياند وئېلي دي د سناتورې شيري رحمان ټوېټ ګمراه كن دے٬د سېنېټ غونډه كښې د سناتور مير كبير احمد محمد شاهي پوښتنه په سپريم كورټ او هائي كورټ كښې د كيسونو د التوا په حقله وه٬د پوښتنې په ځواب كښې سپريم كورټ او هائي كورټ كښې د ځنډېدونكو كيسونه شمېره ښودلې شوې۔د جمعې پھ ورځ د قانون او انصاف د وزير وياند په خپل وضاحتي بيان كښې وئېلي دي سناتور جاوېد عباسي د ضمني پوښتنې په ځاې د نوې سر نه پوښتنې كړې ٬د سناتور جاوېد عباسي پوښتنې په سپريم كورټ او هائي كورټ كښې د كيسونو د التوا مودې او په ماتحت عدالتونو كښې د كيسونو د التوا په حقله وې۔

ده ووئيل بېرسټر فروغ نسيم دا واضحه كړې چې نوې پوښتنې د ضمني پوښتنو په توګه نه شي كېدې۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا هم د قانون وزير د دريځ تائيد كولو سره سناتور جاوېد عباسي ته د نوو پوښتنو مرتب كولو ووئيل۔وياند ووئيل د قانون وزير واضحه كړې چې د دې كيسونو د التوا موده تېرې درې مياشتې نه دي دا كيسونه د تېرو څو كلونو څخه او د تېرو حكومتونو څخه د التوا ښكار دي.