په هېواد كښې به معاشي پرمختګ او روزګار لپاره د سرمايه كارۍ موقعې زياتول وي٬كوم وزير چې كار نه كوي هغه به دفتر ته نه ځي٬د هغه څخه به وزارت اخستلې شي٬كار نه كوونكي بيوروكرېټس به اخوا كوو٬مومند او بهاشا بند لپاره پيسې راغونډوو٬

د مومند بند سره به د پېښور د اوبو ستونزه عمر لپاره لرې شي٬د نواز شريف او شهباز شريف كاركردګي يوازې په اشتهاراتو كښې ښكاري٬پخوا مونږ مونږ ته د ډومور ويونكې امريكا اوس طالبانو سره خبرې اترو لپاره مرسته غواړي۔د وزيراعظم عمران خان د خېبرپښتونخوا حكومت د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه راجوړې دستورې ته وېنا

په هېواد كښې به معاشي پرمختګ او روزګار لپاره د سرمايه كارۍ موقعې زياتول وي٬كوم وزير چې كار نه كوي هغه به دفتر ته نه ځي٬د هغه څخه به وزارت اخستلې شي٬كار نه كوونكي بيوروكرېټس به اخوا كوو٬مومند او بهاشا بند لپاره پيسې راغونډوو٬
د مومند بند سره به د پېښور د اوبو ستونزه عمر لپاره لرې شي٬د نواز شريف او شهباز شريف كاركردګي يوازې په اشتهاراتو كښې ښكاري٬پخوا مونږ مونږ ته د ډومور ويونكې امريكا اوس طالبانو سره خبرې اترو  لپاره مرسته غواړي۔د وزيراعظم عمران خان د خېبرپښتونخوا حكومت د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه راجوړې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي تر څو چې په پاكستان كښې سرمايه كاري نه كوي د روزګار موقعې به راپېدا نه شي٬په هېواد كښې به معاشي پرمختګ او روزګار لپاره د سرمايه كارۍ موقعې زياتول وي٬د ايګزون پشان لويې كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راروانې دي۔ده دا خبرې د خېبرپښتونخوا حكومت د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه راجوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬وزيراعلٰی محمود خان٬صوبائي وزيران او نور اعلٰی چارواكي موجود وو۔عمران خان د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان او د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار كاكردګي ستائېلو سره ووئيل دواړو په خپلو صوبو كښې د اولس خېرښېګړی او بهترۍ لپاره ډېر اقدامات كړي۔په محمود خان او عثمان بزدار بشپر اعتماد لرم ځكه چې دا دواړه د چا په فشار كښې نه راځي۔

ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان ته بې وسه او غريب خلقو لپاره په شيلټر هومز جوړولو پېرزوئنې وړاندې كوم۔غريبانانو لپاره د شيلټر هومز پروژه ډېر ښه اقدام دے۔ده ووئيل د كال 2018 د ټول ټاكنو نه پس په وړومبي ځل په پېښور كښې د وزيراعظم په توګه وېنا كوم۔په خېبرپښتونخوا كښې د پي ټي آئي د كاركردګۍ په بنياد اولس بېا مېنډېټ راكړې٬د خېبرپښتونخوا خلق سياسي شعور لري٬په بېرته مېنډېټ راكولو د خېبرپښتونخوا د اولس مننه كوم٬ وزيرعظم عمران خان ووئېل مونږ مېنډېټ ترلاسه كولو لپاره كومه روايتي حربه نه ده استعمال كړی٬د صوبې د خلقو په ژوند كښې بدلون راغلې ځكه ئې بيا منډېټ راكړې٬كه څوك هم كومه حلقه پرانستل غواړي نو مونږ چمتو يو۔

ده ووئېل د پي ټي آئي حكومت ته معاشي خساره په ميراث كښې پاتې شوې خو حكومت معاشي صورتحال بهتر كولو لپاره ټول اقدامات كوي۔ډېر زر به معاشي صورتحال ښه شي٬اولس له به لږ صبر كول وي۔ده ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح د اولس د ژوند معيار لوړول دي٬دې لپاره مونږ اقدامات كوو٬په هېواد كښې يو تعليمي نصاب جوړولو لپاره كار روان دې دغسې چې د امير او غريب فرق ختم شي او يو نصاب لوستلو سره د هېواد خذمت وكړې شي٬ ده ووئېل د مدينې د رياست مطلب دے د سنت په لاره تلل٬زمونږ هم بايد ټوله پالېسي دا وي چې غريبه طبقه څنګه راپورته كړې شي٬كه پيسې نه وي نو بيا هم د كمزورې طبقې مرسته كول دي٬انشاﺀ الله هېواد به ډېر زر پرمختګ وكړي٬ عمران خان ووئېل د هېواد برآمدات به زيات شي٬مونږ د ټول هېواد ماشومانو لپاره په يو نصاب كار كوو۔

ده ووئيل اوس مونږ د فارورډ بلاك مسئله هم نه لرو٬كوم وزير چې كار نه كوي دفتر ته به نه ځي د هغه نه به وزارت اخستلې شي٬كوم بيورو كرېټس چې كار نه كوي هغه به اخوا كولې شي۔وزيراعظم عمران خان د پاكستان او امريكې د اړيكو ذكر كولو سره ووئيل امريكې طالبانو سره خبرو اترو لپاره مونږ نه مرسته غوښتې٬په تېر وخت كښې مونږ ته ډومور ويونكې امريكا اوس طالبانو سره د خبرې كولو مرسته غواړي٬ ده ووئېل كه په افغانستان كښې امن وي نو پېښور به د تجارت او سېلګرۍ مركز جوړ شي۔

قلعه بالاحسار به د سېلګرۍ مركز جوړوو٬فرنټيئر كور له به بل ځاې زمكه وركوو٬ د پېښور پرمختللې او د ګلونو ښار جوړولو لپاره به هر ډول اقدامات كوو٬په دې موقع عمران خان په شهباز شريف او نواز شريف تنقيد كولو سره ووئيل د پنجاب پخواني وزيراعلٰی به د وزيراعظم الوتكه كاروله او هغه د انټرټنمنټ په مد كښې 35 كروړه روپۍ خرڅ كړې ٬د نواز شريف او شهباز شريف كاركردګي به يوازې په اشهاراتو كښې وه٬ ده ووئېل وزيرانو ته وايم چې تاسو سره درې مياشتې وخت دي٬د اولس خذمت لپاره دې وزيران خواري وكړي۔

ده ووئيل قبائېلي سيمې په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه علاوه كوم بل آپشن نه ؤ ٬حكومت د قبائېلي سيمو پرمختګ لپاره روډ مېپ جوړوي٬په قبائېلي سيمو كښې به د ځايې حكومتونو نظام راولو٬قبائېلي اولس ته به هېلت كارډونه وركوو۔ وزيراعظم ووئيل ايګزون 27 كاله پس په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي٬ايګزون په پاكستان كښې په سمندر كښې يوځاې كتلې چرته به چې هغه ډرلنګ كوي٬ايګزون په سمندر كښې په خاص ځاې كښې د ګاز د موجودګۍ امكان ظاهر كړې٬ ده ووئېل دې سره به 50 كلونو لپاره د هېواد ضروريات پوره شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د مومند او بهاشا بندونو لپاره پيسې راغونډوو٬د مومند بند جوړېدو سره به د پېښور د اوبو ستونزه عمر لپاره لرې شي.