وزیرِ اعظم عمران خان سره د شوكت بسرا ملاقات٬ شوكت بسرا پاكستان تحريك انصاف كښې شامل شو

وزیرِ اعظم عمران خان سره د شوكت بسرا ملاقات٬ شوكت بسرا پاكستان تحريك انصاف كښې شامل شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) وزیرِ اعظم عمران خان سره شوكت بسرا وزیرِ اعظم آفس كښې ملاقات وكړو او پاكستان تحريك انصاف كښې شامل شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم عمران خان د شوكت بسرا پي ټي آئي كښې په شاملېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره د هېواد په سياست كښې دده د كردار ستائنه وكړه۔ وزیرِ اعظم هيله ولرله چې دې به د پاكستان تحريك انصاف پلېټ فارم څخه خپل سياسي خذمات لا په فعاله ډول روان وساتي۔

وزیرِاعظم عمران خان سره خبرو كښې ده ووئيل ما تحريك انصاف كښې شموليت كوم د ګوند ټكټ يا كومې عهدې لپاره نه بلكې وزيراعظم عمران خان او دده د ګوند ويژن څخه متاثر كېدو سره كړې دې۔ ده وزيراعظم ته باور وركړو چې زه به د تحريك انصاف منشور مخ په وړاندې بوتللو كښې خپل بشپړه كردار ترسره كوم۔