د انصاف تقاضا دا ده چې چا هېواد لوټلې بايد بچ نه شي٬ اولس د كرپټ خلقو احتساب غواړي٬ سعودي به ډېره زر په پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي٬ د هېواد د معيشت استحكام لپاره اقدامات كوو٬ د اېمنسټي سكيم راوړلو كوم پروګرام نشته۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په اسلام آباد كښې دستورې ته وېنا

د انصاف تقاضا دا ده چې چا هېواد لوټلې بايد بچ نه شي٬ اولس د كرپټ خلقو احتساب غواړي٬ سعودي به ډېره زر په پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي٬ د هېواد د معيشت استحكام لپاره اقدامات كوو٬ د اېمنسټي سكيم راوړلو كوم پروګرام نشته۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په اسلام آباد كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د انصاف تقاضا دا ده چې چا هېواد لوټلې بايد بچ نه شي٬ اولس د كرپټ خلقو احتساب غواړي٬ سعودي به ډېره زر په پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي٬ د هېواد د معيشت استحكام لپاره اقدامات كوو٬ د اېمنسټي سكيم راوړلو كوم پروګرام نشته۔ د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې كله هم اولس سره ليدل وكړم نو وائي چې غله به كله رانيسئ۔

ده ووئيل چې انصاف وركول زمونږ وړومبې ترجيح ده۔ د كرپشن د خاتمې نه بغېر كومه ټولنه پرمختګ نه شي كولې٬ د انصاف تقاضا دا ده چې كه جېب پرې كوونكې جېل ته ځي نو بايد هېواد لوټ كوونكې هم لاړ شي۔ د خزانې وزير د هېواد د معاشي صورتحال او په دې كښې بهترې لپاره د اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل چې حكومت تقريبا د اوه لكه داسې خلقو كوائف جمع كړي دي كوم چې بايد ټېكس ادا كړي۔

ده ووئيل چې بېلا بېلو هېوادونو سره لوظنامې شوې دي چې په نتيجه كښې به ئې مونږ ته د هغو كسانو په اړه معلومات ترلاسه شي كومو چې خپلې اثاثې بهرنيو هېوادونو ته منتقل كړې دي يا د ټېكس غلا لپاره ئې پټې كړې دي۔ د خزانې وزير ووئيل چې تقريبا د يو لك 52 زره داسې كسانو شمېرې راغونډې كړې شوې دي او بهرنيو هېوادونو ته د اثاثو منتقل كوونكو نورو كسانو په اړه معلومات به هم ډېر زر ترلاسه شي۔

په دې موقع د روپې په مقابله كښې د ډالر په زياتېدونكي قدر تبصره كولو سره ده ووئيل چې د تېر وخت حكومتونه د ډالر د زياتېدونكې شرح ذمه وار دي۔ اسد عمر ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت سرمايه كارو ته ښه ماحول وركړے او د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په راتلونو ورځو كښې په هېواد كښې د سرمايه كارې توقع ده۔ ده ووئيل چې بېلا بېل هېوادونه سرمايه كارې لپاره تيار دي۔

سعودي عرب به ډېره زر په پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي۔ په دې لړ كښې د سعودي د مشرتابه لخوا پېغامونه ترلاسه كېږي۔ راتلونكې اونې به د كابينې څخه غېر ملكي سرمايه كارې لپاره منظوري ترلاسه كړې شي۔ په دې موقع د كاروباري نمائندګانو د پوښتنو ځواب وركولو سره وفاقي وزير ووئيل چې د ټېكس بنياد پراخا كولې شي او په دې لړ كښې پاليسي اصلاحات هم راوړل كېږي۔

اېف بي آر به انتظامي چارې ترسره كوي او د خزانې وزارت به د ټېكس پاليسي تشكيل كوي۔ ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د قبضه مافيا په ضد كارروائي شوې٬ وړوكي دكانداران او وګړي د تكليف نه بچ كولو لپاره د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي په مشرې كښې كمېټي تشكيل كړې شوې چې پكښې عامر محمود كياني٬ راجا خرم نواز او علي نواز اعوان شامل دي۔ هغوي به د دې مسئلې جاج اخلي او دا خبره به باوري كوي چې غريب دكاندارانو او وګړو ته تكليف ونه رسي۔ ده ووئيل چې زمونږ د حكومت ترجيح كاكردګي ده٬ د افسرانو تړون كوم ګوند سره دے يا دوي چا ته رائې وركړې دي٬ دې سره زمونږ هېڅ كار نشته۔