د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړو

د مودي حكومت په كشمير كښې د آر اېس اېس ترهه ګر آبادولو سره د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول غواړي۔سناتور رحمان ملك

د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړو
د مودي حكومت په كشمير كښې د آر اېس اېس ترهه ګر آبادولو سره د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول غواړي۔سناتور رحمان ملك

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړی دې۔د شورو په ورځ د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې په سېمينار كښې سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرارداد وړاندې كړو۔

قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم د بې ګناه كشميريانو په ضد د هند د رياستي ترهه ګرۍ او د ظلم او ستم په سختو ټكو غندنه كوي۔دا فورم د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر څخه د هند د رياستي ترهه ګرۍ په ضد د قانوني كاروائۍ خواست كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم ملګرو ملتونو ته خواست كوي چې د امنيتي كونسل د قراردادونو تر عملي كېدو په هند بندېزونه ولګوي٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د بشري حقونو صدر دې د كشمير په اړه د بشري حقونو كميسون جوړ كړي كوم چې د هند د ظلمونو مشاهده وكړي۔

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې په كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي ملګري ملتونه دې په هندي حكومت په كشمير كښې د بشري حقونو تنظيمونو ته په رسنه وركولو زور راوړي۔ملګري ملتونه دې خپل كمېشن كشمير ته ولېږي چې دغسې د هندي ځواكونو د لاسه د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو مشاهده وكړي۔

د دې څخه وړاندې د قائمه كمېټۍ چيئرمېن او د پيپلز ګوند لارښود سناتور رحمان ملك د كشمير سېمينار ته په خپله وېنا كښې ووئيل د مودي حكومت په كشمير كښې د آر اېس اېس ترهه ګر آبادولو سره د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول غواړي۔ده ووئيل ټول پاكستانې قوم د كشميريانو سره ولاړ دے۔ده ووئيل كشميريانو ته د دوي په بهادرۍ او قربانۍ سلام كوو۔(م ع/ض ض/وس/2028)