د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د اولس خذمت زمونږ مشن دے٬د كورنيو چارو وزارت او د ذيلي ادارو كومه بې غوري به ونه زغملې شي ۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي اولس ستونزې اورېدلو په موقع وېنا

د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د اولس خذمت زمونږ مشن دے٬د كورنيو چارو وزارت او د ذيلي ادارو كومه بې غوري به ونه زغملې شي ۔د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي اولس ستونزې اورېدلو په موقع وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د اولس خذمت زمونږ مشن دے٬د تحريك انصاف حكومت د اولس خذمت او خېرښېګړې لپاره اقدامات كوي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د اولس ستونزې اورېدلو په موقع په خپلز خبرو كښې وكړې۔د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل د كورنيو چارو وزارت او د ذيلي ادارې د اولس ستونزې لرې كولو لپاره شپه او ورځ كار كوي۔

د اولس ستونزې لرې كولو په اړه به د كورنيو چارو د وزارت او د ذيلي ادارو كومه بې غوري ونه زغملې شي ۔ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت به د ميرټ په پالېسۍ عمل كوي۔د نوكرۍ په اړه به بېلا بېلې محكمې اشتهارات وركوي او د مېرټ په بنياد به بهرتۍ كولې شي۔د كورنيو چارو دوهم وزير د وګړو ستونزې واورېدې او د ستونزو حل لپاره يې په موقع احكامات جاري كړل۔