د چين او امريكائي چارواكو ترمېنځه په تجارتي چارو خبرې وشوې

د چين او امريكائي چارواكو ترمېنځه په تجارتي چارو خبرې وشوې

بيجنګ (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د چين نائب وزيراعظم ليو هي د امريكې د خزانې وزير سټېون منوچن او د امريكې د تجارتي چارو استازي رابرټ لائټ هزر سره په ټېليفون د دواړو هېوادونو په تجارتي چارو خبرې كړې دي۔ د چين د كامرس وزارت لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې په دې خبرو كښې د جي-20 مشرانو د غونډې په مهال د امريكې او د چين د اولس مشرانو ترمېنځه د ملاقات په مهال د ترسره شويو معاملو په عملدآمد هم غور وكړے شو۔