د سي پېك تر مخه سماجي او اقتصادي پرمختګ ته خاص پام كولې شي ۔ په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام له د پاكستان د هڅو ستائنه كوو۔ بېلټ اېنډ روډ به د ټولې منطقې په ګټه وي۔

د كرتارپور كورېډور پرانسته د پاكستان پياوړې ګام دے۔ پاكستان كښې د چين سفير یاؤ ژنګ د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ترسېوري لاندې نړيوال سيمينار ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) پاكستان كښې د چين سفير یاؤ ژنګ وئيلي دي د سي پېك تر مخه سماجي او اقتصادي پرمختګ ته خاص پام ګرځولې شي۔ په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام له د پاكستان د هڅو ستائنه كوو۔ بېلټ اېنډ روډ به د ټولې منطقې په ګټه وي۔ د كرتارپور كورېډور پرانسته د پاكستان پياوړې ګام دے۔ پاكستان كښې د چين سفير یاؤ ژنګ د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ترسېوري لاندې " سوئيلي آسيا كښې شخړه او مرسته – د لويو طاقتونو كردار" په سرخط نړيوال سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔

ده ووئيل د ورېښمو د لارې د سوئيلي آسيا دې منطقې او په خاص توګه پاكستان سره د دوه زره كلونو رابطې دي۔ د چين اولس مشر شی جن پنګ په كال 2013ء كښې د يوې پټۍ يوې لارې تصور وړاندې كړو چې بنيادي مقصد ئې تجارت او رابطو ته وده وركول وو۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځھ سپرلي خېزه ملګرتيا او مرسته قائمه ده۔ ده ووئيل چين دا ګڼي چې په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام له خبرې اترې او رابطه زياتولو ته اړتيا ده۔

ده ووئيل چين د پاكستان او هند ترمينځھ د ټولو شخړو هواري له د خبرو اترو عمل ملاتړ كوي۔ د کرتارپورکورېډور پرانسته د پاكستان په زړه پورې ګام دے۔ دغسې چين افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د كردار ستائنه كوي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د چين اوسنۍ دوره ډېره مهمه وه۔ چينائي سفير ووئيل د بلټ اېنډ روډ انېشیټو تر سېوري لاندې بېلې منصوبې روانې دي او رابطو كښې به ښكاره زياتوالې راشي۔