د ګاز لوډشېډنګ چرته هم نشته٬ كم فشار د كم قطر د ګاز پائپ لائنونو له امله دے٬ د لوي قطر پائپ لائنونه اچولو لپاره كار كوو٬ په سوئي سدرن كښې د 13 فيصده ګاز غلا كېدو له امله هر كال د 26 اربه روپو زيان كېږي۔ د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان په قومي اسمبلې كښې د پام راګرځونې په نوټس ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې په هېواد كښې د ګاز لوډشېډنګ چرته هم نشته٬ كم فشار د كم قطر د ګاز پائپ لائنونو له امله دے٬ د لوي قطر پائپ لائنونه اچولو لپاره كار كوو٬ په سوئي سدرن كښې د 13 فيصده ګاز غلا كېدو له امله هر كال د 26 اربه روپو زيان كېږي۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د آغا حسن بلوچ٬ محمد هاشم او د منوره بي بي بلوچ د مستونګ٬ قلات٬ نوشكي او كوئټه په بېلا بېلو سيمو كښې د ګاز كم فشار په اړه د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل چې د ګاز د كم فشار مسئله ده٬ دا مسئله يوازې په دې سيمو كښې نه بلكې په نورو ښارونو كښې هم ده۔

په آبادې كښې اضافه او د هجرت پشمول نور اسباب هم د دې وجوهات دي۔ د ګاز پائپ لائن نه بدلېدو له امله دا ستونزې دي۔ په هېواد كښې چرته لوډشېډنګ نشته۔ ﴿م ع/ګ ل/1422﴾