په ټول هېواد كښې د پوليو د مخ نوي څلور ورځنې كمپائن روان دے٬ د كمپائن په مهال به د پنځو كلونو نه د كم عمر 3 كروړه 80 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي۔ د پوليو د مخ نيوي فوكل پرسن بابر بن عطا

په ټول هېواد كښې د پوليو د مخ نوي څلور ورځنې كمپائن روان دے٬ د كمپائن په مهال به د پنځو كلونو نه د كم عمر 3 كروړه 80 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي۔ د پوليو د مخ نيوي فوكل پرسن بابر بن عطا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د پوليو د مخ نيوي فوكل پرسن بابر بن عطا وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د پوليو د مخ نوي څلور ورځنې كمپائن روان دے٬ د كمپائن په مهال به د پنځو كلونو نه د كم عمر 3 كروړه 80 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي٬ د كال 2014م نه د پوليو په كېسونو كښې 97 فيصده كمې راغلې٬ په نومبر كښې د هېواد په اوو لويو ښارونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوے و٬ د پوليو كمپائن په مهال دې والدين بچو ته د پوليو څاڅكي ضروري وركړي۔

د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې د پوليو په ضد څلور ورځنې كمپائن په كاميابې سره روان دے۔ ده ووئيل چې د پوليو په كمپائن كښې د روغتيا 2 لكه 70 محافظ برخه اخلي۔ د پوليو ډلې كور په كور ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركوي۔ ده ووئيل چې سږ كال په ټول هېواد كښې د پوليو 8 كېسونه رجسټرډ شوي دي۔ ده ووئيل چې ٬ په نومبر كښې د هېواد په اوو لويو ښارونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوے و چې پكښې سکھر، کراچې، پېښور، مردان، لاهور، پېنډې او اسلام آباد شامل دي۔

بابر عطا ووئيل چې د پاكستاني صحت محافظ دې كردار ترسره كولو سره دا خبره باوري كړي چې كوم ماشوم د پوليو د څاڅكو نه محروم نه شي۔ په دې موقع د پوليو د مخ نيوي كوآرډينېټر ډاكټر رانا صفدر ووئيل چې اوسنې موسم د پوليو وائرس خاتمې لپاره ډېر ښه دے٬ د پوليو د مخ نيوي د قومي پروګرام پوره هڅه ده چې د پوليو كمپائن د لارې پوليو تل لپاره ختمه كړې شي۔