د فاټا څخه د عارضي كډه كونكو يوازې يو كېمپ د بنو سره نزدې پاتې شو٬په افغانستان بكښې 2041 كورنۍ تراوسه موجود دي۔علي محمد خان

د فاټا څخه د عارضي كډه كونكو يوازې يو كېمپ د بنو سره نزدې پاتې شو٬په افغانستان بكښې 2041 كورنۍ تراوسه موجود دي۔علي محمد خان

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي د فاټا څخه د عارضي كډه كوونكو يوازې يو كېمپ د بنو سره نزدې پاتې شوې ٬په بلوچستان كښې 2041 كورنۍ تراوسه موجود دي ٬ دغسې دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي د كور كمانډر سره په دې حقله ملاقات كوو دغسې چې د هغوي نه د آئي ډي پيز خپلو سيمو ته د ستنېدو پلان معلوم كړې شو او خپل وړاندېزونه هغوي له وركړو۔

د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د محسن داوړ د پوښتنې په ځواب كښې علي محمد خان ووئيل دا وخت د فاټا بې كوره شوو كسانو يوازې يو كېمپ د بنو ښار سره نزدې شته۔ده ووئيل د عملياتو سره په سيمه كښې امن راغلې٬خلق خپلو كورونو ته ستانه شوي ٬ 2041 كورنۍ دا وخت په افغانستان كښې استوګنې دي۔په كېمپ كښې 40 كلو وريژې٬اوړه او 12 زره روپۍ د كور كرايه پشمول غوړي او نور څيزونه وركړې كېږي۔په بېرته ستنېدو لس زره روپۍ٬ټريول الاؤنس دغسې 25 زره روپۍ نغدې او د 6 مياشتو راشن وركړې كېږي۔د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل كومو سيمو ته چې كډوال نه ستنېږي د هغوي تفصيلات دې راكړې شي۔په دې حقله د كور كمانډر سره به غونډه كوو دغسې چې د هغه نه د پلان په حقله پوښتنه وكړې شي او وړاندېزونه هم وركړې شي۔