د سي پېك د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه به د دسمبر په 20 مه نېټه بيجنګ كښې كیږي۔ د صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامې لاس ليك كېدو امكان دے

د سي پېك د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه به د دسمبر په 20 مه نېټه بيجنګ كښې كیږي۔ د صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامې لاس ليك كېدو امكان دے

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د سي پېك د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه به د دسمبر په 20 مه نېټه بيجنګ كښې كیږي۔ غونډه كښې د صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامې لاس ليك كېدل امكان لري چې ورسره به د اقتصادي زونز جوړولو پېشرفت باوري شي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ ذريعو ترمخه سی پېک سره اړوندې كابينه كمېټۍ په خپله تېره غونډه كښې صنعتي مرستې له د پېشرفت په لړ كښې د ګامونو پورته كولو هدايت كړې ؤ ۔ د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه كښې به د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران او د آزاد كشمير وزيراعظم ګډون كوي۔ پاکستانې پلاوې به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه كښې ګډون كوي۔