د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه پاكستان د بشري حقونو د كونسل د باني غړي په حېث د بشري حقونو تحفظ او ودې لپاره ډېر كار كړې٬اوسني حكومت او په خاص توګه د بشري حقونو وزارت د دريو مياشتو په لنډه موده كښې

د بشري حقونو په اړه د 9 قوانين مسوده جوړه كړې او په مقبوضه كشمير كښې يې د هندي رياستي ترهه ګرۍ٬ظلم و ستم او د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې په ډاګه كړې ۔د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټرشيرين مزاري د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع پیغام

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه چې مقصد يې په اولس او په خاص توګه په مېرمنو٬ماشومانو او اقليتونو كښې د بشري حقونو لپاره شعور راپېدا كول دي۔په دې موقع د اسلام آباد پشمول د هېواد په ټولو لويو ښارونو كښې د بشري حقونو په اړه خاص دستورې وشوې۔په دې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري ووئېل پاكستان په كال 1948 كښې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه لاس ليك كړې وه۔

پاكستان د بشري حقونو د كونسل د باني غړي په حېث د بشري حقونو تحفظ او ودې لپاره ډېر كار كړې۔د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټرشيرين مزاري ووئيل د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح دا زرين ټكي"مونږ د يو رياست برابر وګړي يو"د لارښونې اصول دي ۔هغې ووئيل اوسني حكومت او په خاص توګه د بشري حقونو وزارت د دريو مياشتو په لنډه موده كښې د بشري حقونو په اړه د 9 قوانينو مسوده جوړه كړې۔

وفاقي وزيرې ووئيل د بشري حقونو وزارت د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول پورته كړې او په مقبوضه كشمير كښې يې د هندي رياستي ترهه ګرۍ٬ظلم و ستم او د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې په ډاګه كړې ۔په دې موقع د مېرمنو حقونو لپاره كار كوونكې فعاله لارښودې مديحه خان اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل په ټول هېواد كښې د مېرمنو د حقونو تحفظ او د صنفي امتياز خاتمې لپاره په اولس كښې د خبرتيار كمپائن زياتولو ضرورت دې۔د يادنې وړ ده د بشري حقونو نړيواله ورځ هر كال د دسمبر په لسمه نېټھ لمانځلې شي۔