د نېب په كيس كښې د شهباز شريف په اسلام آباد كښې استوګنه سب جيل وګرځولې شو

د نېب په كيس كښې د شهباز شريف په اسلام آباد كښې استوګنه سب جيل وګرځولې شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د نېب په كيس كښې د نيول شوي تورن او په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په اسلام آباد كښې استوګنه سب جيل ګرځولې شوې۔په دې لړ كښې د ګل په ورځ د چيف كمشنر اسلام آباد لخوا نوټيفيكشن جاري كړی شوې۔د نوټيفيكېشن له مخې چيف كمشنر خپل اختيارات كارولو سره د دسمبر د لسمې نېټې كال 2018م نه د قامي اسمبلۍ د روان سېشن تر خاتمې منسټر انكليو هاؤس نمبر 26 اسلام آباد شهباز شريف لپاره سب جيل ګرځولې دے۔د ده په استوګنه به به د آئي سي ټي پوليس مامور وي۔