ايوان صدر اولس لپاره د پرانستلو مقصد 70 كلونو څخه د ايوان صدر او اولس ترمينځه مسافت كمول دي۔ ايوان صدر ته د راغلې كسانو هركلې كوم۔ د تاريخي نوعيت څيزونه او دستاوېزات هم اولس لپاره ايوان صدر كښې اېښودل غواړو۔

د اولس مشر عهده د وفاق علامت دے۔ غواړم چې د ايوان صدر دفترونه دې هم اولس لپاره پرانستلې شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې ميډيا او ايوان صدر كتلو له راغلې وګړو سره خبرې

ايوان صدر اولس لپاره د پرانستلو مقصد 70 كلونو څخه د ايوان صدر او اولس ترمينځه مسافت كمول دي۔ ايوان صدر ته د راغلې كسانو هركلې كوم۔ د تاريخي نوعيت څيزونه او دستاوېزات هم اولس لپاره ايوان صدر كښې اېښودل غواړو۔ 
د اولس مشر عهده د وفاق علامت دے۔ غواړم چې د ايوان صدر دفترونه دې  هم اولس لپاره پرانستلې شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې ميډيا او ايوان صدر كتلو له راغلې وګړو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 08 دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ايوان صدر اولس لپاره د پرانستلو مقصد 70 كلونو څخه د ايوان صدر او اولس ترمينځه مسافت كمول دي۔ ايوان صدر ته د راغلې كسانو هركلې كوم۔ د تاريخي نوعيت څيزونه او دستاوېزات هم اولس لپاره ايوان صدر كښې اېښودل غواړو۔ د اولس مشر عهده د وفاق علامت دے۔ غواړم چې د ايوان صدر دفترونه دې هم اولس لپاره پرانستلې شي۔

ايوان صدر پلو د طالبعلمانو د مطالعتي دوره هركلې كوو۔ دا دروازې پرانستې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ايوان صدر كښی ميډيا او ايوان صدر كتلو له راغلې وګړو سره خبرو كښې وكړه۔ اولنۍ مېرمنه ثمینه علوی هم په دې مهال اولس مشر سره وه۔ اولس مشر ماسپخين لمونځ څخه وروستو ايوان صدر كتلو له راغليو وګړو سره خبرو كښی ووئيل دلته راغلې وګړو ته هركلې وايم۔

ده ووئيل ايوان صدر يو ښكلې ځائې دې او زمونږ په بلنه قبلولو زه دلته د راغلې وګړو مننه كوم۔ اولس مشر ووئيل هڅه ده چې مياشت كښې دوه وارې ايوان صدر اولس لپاره پرانستلې شي۔ ده ووئيل ايوان صدر ته نزدې يو پارك دے هڅه كوو چې دا په مستقل توګه اولس لپاره پرانستلې شي۔ په دې لړ كښې به سي ډي اے سره خبره كولې شي دغسې چې اونۍ كښې 5 يا 6 ورځې دا پارك اولس لپاره پرانستلې وي۔

ده ووئيل ايوان صدر كښې هغه تاريخي هال هم دے چرته چې وزيراعظم ٬ وزيران ٬ چيف جسټس او د آئيني ادارو مشرانو سوګند پورته كوي۔ ده ووئيل دلته به اولس لپاره د مهمو دستاوېزاتو او تاريخي څيزونو اېښودلو هڅه هم كولې شي۔ ده ووئيل 8 نه تر 10 زرو كسان ايوان صدر ته راغلي دي۔ د اوبو مسئله راغلې وه ولې په فوري توګه حل كړی شوه۔ سباؤن كښې به دلته انتظامات لا ښه كولې شي۔

اولس مشر ووئيل سباؤن كښې به بزرګو وګړو لپاره د الېكټرك كار بندوبست كولې شي۔ دې نه وړاندې د حكومت لخوا د سركاري ودانيو پرانستلو پرېكړې په لړ كښی ايوان صدر د خالي په ورځ عامو وګړو لپاره پرانستلې شو۔ د پنډۍ او اسلام آباد په شمول د هېواد د نورو برخو څخه وګړي دلته راغلل او د ايوان صدر د بېلو برخه دوره ئې وكړه۔ ایوان صدر ته راتلونكو ته د شناختي كارډ ځان سره راوړلو هدايت شوې وو۔

وګړو د حكومت د ايوان صدر پرانستې ګام ستائنه وكړه۔ دوئي ووئيل دا د تحريك انصاف حكومت يوه غوره پرېكړه ده۔ دې نه وړاندې ګورنر هاؤس کراچی، ګورنر هاؤس لاهور او ګورنر هاؤس پیښور هم اولس لپاره پرانستلې شوې دې۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كتلو له راغليو وګړو كښې زياتره شمېره د كوچنيانو او مېرمنو وه۔ كوچنيانو د ايوان صدر په چړيا ګھر كښې خاص خوښي ښكاره كړه۔