د شهید اېس پي طاهر داوړ ورور احمد الدين د شهيد د کېس نګرانۍ لپاره د پارلماني كمېټۍ د جوړولو٬ د كورنۍ په مالي معاونت او ماشومانو ته په نوكرو وركولو د وزيراعظم مننه وكړه

د شهید اېس پي طاهر داوړ ورور احمد الدين د شهيد د کېس نګرانۍ لپاره د پارلماني كمېټۍ د جوړولو٬ د كورنۍ په مالي معاونت او ماشومانو ته په نوكرو وركولو د وزيراعظم مننه وكړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) د شهید اېس پي طاهر داوړ ورور احمد الدين د شهيد د کېس نګرانۍ لپاره د پارلماني كمېټۍ د جوړولو٬ كورنۍ سره د 7 كروړه روپو په مالي مرسته او دوه ماشومانو ته په نوكرو وركولو د وزيراعظم مننه كړې٬ د حكومت د دې كېس په لړ كښې په ټولو اقداماتو داوړ كورنۍ بشپړه باور لري۔ د نهې په ورځ دوهم داخله وزير شهريار اپريدي سره په ګډه د خبري كنفرنس په مهال د شهيد اېس پي طاهر داوړ ورور احمد الدين ميډيا ته ووئيل چې طاهر داوړ يو نه وېرېدونكې افسر ٶ٬ د اے اېس آئي نه تر اېس پي د ھغه بې شمېره قربانۍ دي٬ د طاهر داوړ د شهادت نه پس زمونږ كورنۍ سره سره د شمالي او سوئيلي وزيرستان اولس ته هم ډېر زيان رسېدلې۔

احمد الدين ووئيل چې د وزیراعظم عمران خان لخوا د طاهر داوړ كېس پحقله په باور راكولو٬ جے آئي ټي او پارلماني كمېټي جوړولو او په حكومتي پېكچ د وزیراعظم عمران خان مننه كوٶ۔