معاشي خپلواكي او خپل جائز وارثتي حقونو وركولو نه غېر مېرمنې خپلواكه جوړېدې نه شي۔ د ډاكټرعارف علوي د وقار نسواں پحقله د خېبر پښتونخوا كمېسون پلاوي سره خبرې

معاشي خپلواكي  او خپل جائز وارثتي حقونو وركولو نه غېر مېرمنې خپلواكه جوړېدې نه شي۔  د ډاكټرعارف علوي د وقار نسواں پحقله د خېبر پښتونخوا كمېسون پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي معاشي خپلواكي او خپل جائز وارثتي حقونو وركولو نه غېر مېرمنې خپلواكه جوړېدې نه شي۔ اولس مشر دا خبرې د وقار نسواں پحقله د خېبر پښتونخوا كمېسون پلاوي سره وكړې كوم چې د چيئرپرسن نيلم طورو په مشرۍ كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د اسلامي تعليماتو له مخې مېرمنو ته د دوي جائز حقونه وركولو سره مونږ دوي په اقتصادي توګه خپلواكه كولې شو او دا به د دوي اختيارمندې جوړولو پلو يو مهم ګام دې۔

په دې موقع پلاوي د كمېسون مېنډېټ٬ هلو ځلو او د سباٶن منصوبو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ پلاوي اولس مشر ریسرچ اېډووکېسي ،د تربېی پحقله د هڅو٬ د سوځولو د پېښو مخنيوي او بحالي ٬ په كم عمر كښې واده او د مېرمنو په ضد د تشدد مخنيوي پحقله د بېلا بېلو قوانينو پحقله خبر كرٶ۔ پلاوي اولس مشر كمېسون ته د پېښو مسئلو نه هم خبر كړو۔ اولس مشر ووئيل د پارلمان ښځينه غړې كمېسون ته د پېښو مسئلو هواري او قانون سازۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار لري۔ اولس مشر كمېسون ته د مذهبي مشرانو او ميډيا سره په ګډه د كار كولو تجويز وركړو۔ اولسمشر په كمېسون زور رواړو چې ھغوي سوشل ميډيا او د خپلو ضلعي كمېټۍ په كار راوستلو سره خپله د كار دائره زياته كړي۔