د عامې روغتيا په معيار كښې بهتري راوستل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬د هېلت كارډونو او د انشورنس پروګرام د لارې د روغتيا آسانې وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني نهم پبلك هېلت كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئېلي دي چې د عامې روغتيا په معيار كښې بهتري راوستل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬د هېلت كارډونو او د انشورنس پروګرام د لارې د روغتيا آسانې وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ده دا خبرې په هېلت سروس اكېډمۍ كښې نهم هېلت كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل چې د روغتيا د يو ډول آسانيو وركولو هدف ترلاسه كولو لپاره ټول پاكستان ته د هېلت كارډونو او د انشورنس پروګرام د لارې آسانې وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔

ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې د حفاظتي واكسينو كورېج او د دې معيار بهتر كول غواړو چې دغسې د ټول قام د روغتيا معيار بهتر كړې شي۔ده ووئيل چې راتلونكو څو مياشتو كښې په اسلام آباد كښې درې لويې روغتونه جوړولې شي٬په وفاقي پايه تخت كښې د روغتيا د ماډل داسې نظام جوړول غواړو چې پكښې به د معالجې مربوطې آسانې وركولې شي۔