پاكستان يوټېلېټي سټور كارپورېشن د بقاياجاتو په مد كښې د 20 كروړه روپو نه زيات رقم ادا كړو٬ د كارپورېشن د 22 سوو نه زيات سټورنه فعاله شوي

پاكستان يوټېلېټي سټور كارپورېشن د بقاياجاتو په مد كښې د 20 كروړه روپو نه زيات رقم ادا كړو٬ د كارپورېشن د 22 سوو نه زيات سټورنه فعاله شوي

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) پاكستان يوټېلېټي سټور كارپورېشن بېلا بېلو كمپنو ته د بقاياجاتو په مد كښې د 20 كروړه روپو نه زيات رقم ادا كړے او په ټول هېواد كښې د كارپورېشن د 22 سوو نه زيات سټورنه فعاله شوي دي۔ د يوټېلېټي سټورز كارپورېشن اسلام آباد د مركزي دفتر ذريعو له مخې د كارپورېشن د لنډ مهال اېم ډي واجد علي خان سواتي په هڅو د تېرو څو ورځو په مهال په ټول هېواد كښې د 2200 نه زيات لوي سټورنه فعاله كړې شوي دي او د آمدن څخه ئې بېلا بېلو كمپنو ته 20 كروړه روپې رقم ادا كړے شوے۔ د كارپورېشن اېم د سامان رسد لپاره د بېلا بېلو كمپنو مشرانو سره ملاقاتونه كړي دي او ده كمپنو ته باور وركړے چې د دوي بقاياجات به ادا كړے شي۔ ﴿م ع/ م ع 1325﴾