وفاقي حكومت دسمبر مياشتې لپاره د پېټروليم مصنوعاتو د بيعې كمولو اعلان ٬د پېټرول او ډيزل بيعه د ليټر په سر دوه دوه روپۍ٬د كيروسين آئل بيعه درې او د هائي سپيډ ډيزل د ليټر په سر پنځه روپۍ كمه كړې شوې٬صارفينو له د زياتو آسانۍ وركولو په پالېسۍ عمل كوو،

د پېټروليم ډوېلپمنټ ليوي شرح هم كمه كړی شوې ٬د هېواد معيشت په غوره بنيادونو اودرول غواړو٬اېف بي آر اېس اي سي كښې او نورو ادارو كښې د اصلاحاتو عمل روان دے٬د پالېسو ابتدائي نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔د خزانې وزير اسد عمر٬د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او دوهم وزير حماد اظهر سره په ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 30 نومبر 2018ء) وفاقي حكومت دسمبر مياشتې لپاره د پېټروليم مصنوعاتو بيعه د كمولو اعلان كړې ٬پېټرول او ډيزل په ترتيب سره د ليټر سر په دوه دوه روپۍ٬د كيروسين آئل بيعه درې او د هائي سپيډ ډيزل ليټر په سر پنځه روپۍ كمه كړې شوې٬صارفينو له زياتې آسانۍ وركولو په پالېسۍ عمل كوو٬د پېټروليم ډوېلپمنټ ليوي شرح هم كمه كړی شوې٬د هېواد معيشت په غوره بنيادونو اودرول غواړو٬اېف بي آر اېس اي سي كښې او نورو ادارو كښې د اصلاحاتو عمل روان دې٬د پالېسو ابتدائي نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔

د دې خبرې اعلان د خزانې وزير اسد عمر د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د محصولات(رونيو) دوهم وزير حماد اظهر سره په ګډه خبري كنفرنس كښې وكړه۔د خزانې ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت په دور كښې پھ مئي كښې په ډيزل سېلز ټېكس 27.5 فيصده او په پېټرول 15 فيصده و۔د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ډيزل او پېټرول د سېلز ټېكس شرح ښكاره كمه كړې۔

ده ووئيل د ا كتوبر په مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو بيعه كښې چې څومره اضافه كول وو مونږ د هغې نيمه كړې۔ده ووئيل په نرخونو كښې د كمي نه پس د پیټروليم ډوېلپمنټ ليوي د لس روپو څخه 6 روپۍ 15 پسې او په ډيزل ليوي 8 روپو څخه 6 روپۍ 56 پېسې كړې شوې۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل كله چې پاكستان تېل واخستل نو دغه مهال د بېرل قيمت 77 ډالره وو٬د دسمبر په مياشت كښې لويې فرق به راشي او دا صورتحال د ډيزل هم دے۔

دا مهال د مئي په مقابل كښې ټېكس رېټ ډېر كم دې٬د خزانې وزير ووئيل د پالېسي رېټ ا و ايكسچنېج رېټ تعين مركزي بانك كوي۔نن ايكسچېنج رېټ د ډالر په سر د 139 روپو شرح ته راغلې۔وفاقي وزير ووئيل د ماضي حكومتونو پالېسو په سوب د كرنټ اكاؤنټ خسارې سره مخ يو۔دا مهال هېواد د 19 اربه ډالرو كرنټ اكاؤنټ خسارې سره مخ دے۔د دې نتيجه دا رامخې ته شوې چې د بهرنيو قرضو باوجود په پاكستان كښې د قرض بوج نزدې 95 اربه ډالرو ته رسېدلې۔

اسد عمر ووئېل مونږ له به د خپل معيشت بنيادونه مضبوطول وي۔ده ووئيل په هېواد كښې سرمايه كار راغب كولې شي۔په ترسيلات زر كښې اضافې له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئېل د ټېكس په څانګه كښې اصلاحات كوو٬د اېف بي آر اېس سي سي پي او نورو ادارو د ښه والې او د اصلاحاتو پروګرام روان دې۔په دې مهال د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وزير خسرو بختيار ووئيل موجوده حكومت د سماجي او اقتصادي پرمختګ فريم ورك مخ په وړاندې بوتلل غواړي٬تېر حكومت د سي پېك تر سيوري لاندې يوازې سړكونو او د توان منصوبو ته پام كړې ٬موجوده حكومت دې دائره كار ته پراختيا وركول غواړي۔

د يوې پوښتنې په ځواب اسد عمر ووئيل ملائېشيا نورو 20 پاكستانو آئټمز ته د ماركيټ د رسنې آسانۍ وركړې ٬چين او يو اے اي سره معاملات وړانديني پړاؤ ته رسېدلې ۔ده ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحات د وخت ضرورت تقاصا ده.