د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ټېكس پالېسي د ريونيو ايډمنسټرېشن څخه بېلولو په مالياتي خساره قابو موندلو او د خرڅونو او محصولاتو د بجټ اندازه د حد دننه ساتلو له د سخت مالياتي ډسپلن په ځاې ساتلو عزم پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن له رېليف وركولو له د 400 ملينه روپو د ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټ وركولو پريكره

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ټېكس پالېسي د ريونيو ايډمنسټرېشن څخه بېلولو په مالياتي خساره قابو موندلو او د خرڅونو او محصولاتو د بجټ اندازه د حد دننه ساتلو له د سخت مالياتي ډسپلن په ځاې ساتلو عزم پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن له رېليف وركولو له د 400 ملينه روپو د ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټ وركولو پريكره

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې يو سركاري ملازم دې له نوكرۍ څخه اخوا نه كړې شي ٬د شوګر ملز مسئلو حل كولو عمل په مهال دې د ګني كروندګرو ګټه باوري كړې شي۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشري كوله۔وفاقي كابينې پريكړه وكړه چې د پاكستان تحريك انصاف منشور ترمخه ټېكس پالېسي به د ريونيو اېډمنسټرېشن څخه بېلولې شي او په دې لړ كښې قانوني او تكنيكي چارو ترسره كولو له كمېټي جوړه كړې شوه۔

كابينې په مالياتي خساره قابو موندلو او د خرڅونو او محصولاتو د بجټ تخمينو ترمخه ساتلو له د سخت مالياتي ډسپلڼټ په ځاې ساتلو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔غونډې د پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن مالياتي ستونزو او په خاص توګه ملازمانو ته د تنخا او پنشونونو ترلاسه كولو په لار كښې د پیښو مسئلو جاج اخستلو سره ادارې ته رېليف وركولو له د 400 ملينه روپو ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټ وركولو پريكړه وكړه۔

دغسېوفاقي كابينې د شهيد ذوالفقارعلي بهټو مېډيكل پوهنتون اسلام آباد وائس چانسلر غوره كېدو لپاره د سرچ كمېټۍ بيا تشكيل كولو منظوري وركړه۔د دې كمېټۍ مشري به د بشري حقونو وزارت وفاقي وزيره شيريں مزاري كوي٬كابينې د عائله ماجد٬غياث الدين احمد او حامد علي خان د ډائرېكټر سنټرل پاور چيزنګ ايجنسي په حېث د غوره كېدو منظوري هم وركړه۔غونډه كښې د فارماسست ډرګ ټېسټنګ كوئټه لپاره فېصل احمد د ډرګ كورټ بلوچستان كوئټې د ټېكنيكل ممبر ايكټ په حېث د غوره كولو منظوري وركړه۔

دې سره سره وفاقي كابينې د مالي كال 19-2018 په مهال په پاك افغان پوله د خار دار تار او لائټونو لګولو منصوبې لپاره د 20 اربه روپو جاري كولو منظوري هم وركړه۔په دې مهال وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 22م نمبر د غونډې پريكړو توثيق وكړو۔د اي سي سي د كومو پريكړو چې توثيق شوې په هغې كښې د پاكستان سټل ملز٬د حق رسېدليو ملازمانو وراثانو له د پرويډنټ فند٬د يخنۍ موسم په مهال د قدرتي ګاز لوډ منيجمنټ او د سركاري څانګې اضافي غنم پولټري اېسوسي اېشن آف پاكستان ته جاري كول شامل دي۔