مونږ د سم لوري تعين كړې ٬بهر هېوادونو كښې د پاكستانيانو د 11 اربه ډالرو جائيداد معلوم كړې شوې ٬په دسمبر كښې به د قامي روغتيا اولنۍ پالېسي اعلان كړې شي٬قامي واټر پالېسي٬نېشنل ايګري كلچر ايمرجنسي پروګرام٬ اېف بي آر اصلاحات ٬د نېشنل ټوآرزم بورډ تشكيل٬نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي٬كونسل آف بزنس ليډرز٬

اكنامك اېډوائزري كونسل٬ديامر بهاشا بند او د مومند بندونو په بېړڼو بنيادونو جوړولو لپاره ګامونه ٬ د لس اربه ونو پوټو نالولو سونامي پروګرام پېل كول ٬ وزيراعظم هاؤس په پوهنتون بدلول٬د يو ډول معياري زده كړو لپاره د قامي نصاب كونسل جوړول٬پنجاب٬اسلام آباد او د خېبرپښتونخوا بېلو ضلعو كښې د روغتيا او انصاف كارډ جاري كول٬د څښكلو پاكو اوبو منصوبه او د راروان كال تر جون مياشتې سوئېلي پنجاب لپاره بېل سېكرټړېټ جوړول زمونږ د حكومت د اولنو 100 ورځو مهمې منصوبې دي۔د وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد د حكومت د 100 ورځو كاركردكۍ په اړه راجوړې كړی دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد وئېلي دي دسمبر كښې به اولنۍ قامي روغتيا پالېسي اعلان كولې شي٬قامي واټر پالېسي٬نېشنل ايګري كلچر ايمرجنسي پروګرام٬ اېف بي آر اصلاحات٬د نېشنل ټوآرزم بورډ تشكيل٬نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي٬كونسل آف بزنس ليډرز٬اكنامك اېډوائزري كونسل٬ديامر بهاشا بند او د مومند بند په بېړڼو بنيادونو جوړولو له ګامونه د لس اربه ټري سونامي پروګرام پېل ٬وزيراعظم هاؤس په پوهنتون بدلول٬د يو ډول معياري زده كړو لپاره د قامي نصاب كونسل جوړول٬پنجاب٬اسلام آباد او د خېبرپښتونخوا بېلو ضلعو كښې د روغتيا او انصاف كار جاري كولو٬د څښكلو پاكو اوبو منصوبه او د راروان كال تر جون مياشتې سوئېلي پنجاب لپاره بېل سېكرټړېټ جوړول زمونږ د حكومت د اولنو 100 ورځو مهمې منصوبې دي۔

ده د زيارت په ورځ په كنونشن سنټر كښې د 100 ورځو كاركردكۍ په اړه راجوړې كړی دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل مونږ د صحيح روح تعين كړې ٬ ده ووئېل وزيراعظم په مئي مياشت كښې د 100 ورځو منصوبې اعلان كړی و او دغې له وزيراعظم د كابينې د پرله پسې غونډو مشري وكړه۔د كفايت شعارۍ پالېسي خپله كړې شوه۔په حكومتي طرز كښې هغه بدلونونه وكړې شول چې موڼږ وړاندې ليدلې نه وو۔

ده وئيل په 100 ورځو كښې 34 هدفونه ټاكلې شوي وو په كومو كښې چې 18 ترلاسه كړی شوي او په 16 پېشرفت روان دې۔ ارباب شهزاد ووئېل په بهر هېوادونو كښې د پاكستانيانو د 11 اربه ډالرو جائيداد موندلې شوې ۔سوئټزر لينډ سره د معلوماتو د ګډولو او برتانيې سره هم دا ډول لوظ نامې شوې ۔صوبائي حكومتونه به د خپلو 100 ورځو ايجنډې په كاميابۍ سره د بشپړېدو په مهال ټول تفصيلات رامخې ته كړي۔

ده ووئيل عام وګړو ته د كورونو جوړول عملي كولو لپاره نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي متحرك كولې شي۔ده ووئيل دې منصوبې سره به د روزګار په لاكهونو موقعې رامخې ته شي۔د وزيراعظم صلاحكار ووئېل په كاروبار كښې د آسانۍ په رينكننګ كښې پاكستان دا مهال په 136 لمبر دے۔دا تر ټولو وړاندې راوستل زمونږ هدف دې۔ارباب شهزاد ووئيل قامي واټر پالېسۍ كښې ديامر بهاشا بند او مومند بند په بېړنو بنيادونو جوړول شامل دي۔

ده ووئيل مونږ هېواد كښې د شجركارۍ مهم پېل كړې چې تر سيوري لاندې به يې په راروانو پنځو كلونو كښې ټول هېواد كښې لس اربه اونې لګولې شي۔ده ووئيل ټولې صوبې په دې لړ كښې وفاقي حكومت سره مرسته كوي۔ لرباب شهزاد ووئېل د څښكلو پاكو اوبو منصوبې ترمخه اسلام آباد ته د څښكلو اوبو رسولو له يو شمېر د اوږدې مودې او د لږې مودې منصوبو ته حتمي شكل وركولې شي۔

ده ووئيل مونږ غواړو چې د پاكستان سيمه ايز او نړيوال اهميت زيات نه زيات په ډاګه كړی شي او دې مقصد لپاره به د سعودي عرب٬عرب امارات او چين پشمول نزدې ملګرو هېوادونو سره اړيكې لا زياتولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د سوئېلي پنجاب بېلې صوبې جوړولو عزم لري٬زه په دې خبره كولو خوشحالي محسوسوم چې مونږ به د سوئېلي پنجاب لپاره بېل سكرترېټ د راروان كال 30 جون نه وړاندې جوړوو۔

ده ووئيل د فاټا په كے پي كے كښې انضمام روان دے او په دې كښې مهم پېشرفت شوې ۔د وزيراعظم صلاحكار ووئيل زمونږ حكومت بلوچستان د هېواد د ملا تير ګڼي۔د بلوچستان د اولس د اجنبيت احساس ختمولو له يو شمېر ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل زمونږ عزم به وخت تېرېدو سره سره لا مضبوط شي او مونږ به په كال كښې كم ازم كم دوه وارې خپله كاركردګي اولس ته وړاندې كوو دغسې چې دا معلومه شي چې حكومت د دوي خېرښېګړی او پرمختګ له كوم ګامونه پورته كړې ۔ده ووئيل د خپل ځان چېلنج كولو نه غېر پرمختګ پلو تلل ممكن نه دي٬ده هيله ولرله چې هر پاكستانې وګړی به پھ دې مزل كښې زمونږ ملګرتيا وكړي۔