د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاٶسنګ او تعميرات پحقله بريفنګ د هاٶسنګ سېكتر وزیراعظم د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام د پېشرفت نه خبر كړو،

په راتلوونكو 5 كالو كښې 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې سره به د استوګنې مسئلې كمولو لپاره مرسته ترلاسه شي ٬ د هاٶسنګ وزارت دې ترلاسه بشري وسائلو بشپره كارولو لپاره كوټلې منصوبه جوړه كړي۔ وزیراعظم عمران خان

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاٶسنګ او تعميرات پحقله بريفنګ د هاٶسنګ سېكتر وزیراعظم د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام د پېشرفت نه خبر كړو،
په راتلوونكو 5 كالو كښې 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې سره به د استوګنې مسئلې كمولو لپاره مرسته ترلاسه شي ٬ د هاٶسنګ وزارت دې ترلاسه بشري وسائلو بشپره كارولو لپاره كوټلې منصوبه جوړه كړي۔ وزیراعظم عمران خان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په راتلوونكو 5 كالو كښې 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې سره به د استوګنې مسئلې كمولو له مرسته ترلاسه شي ٬ د هاٶسنګ وزارت دې ترلاسه بشري وسائلو بشپړه كارولو لپاره كوټلې منصوبه جوړه كړي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورج د هاوسنګ او تعميرات پحقله د بريفنګ اخستو مشرۍ كولو په مهال كړې۔

په دې موقع د هاٶسنګ وفاقي وزير چوهدري طارق بشیر چیمه، د هاٶسنګ سېكتر ډاکټر عمران زېب او د وزارت سينئر چارواكو بريفنګ كښې ګډون وكړو۔ د هاٶسنګ سېكتر وزیراعظم ته د وزارت او د ماتحت ادارو په اړه خبر كړو كومو كښې چې پاك پي ډبلیو ډی، سټیټ آفس، نېشنل هاؤسنګ اتھارټي، پاکستان هاؤسنګ اتھارټي، فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن او د نیشنل کنسټرکشن لمېټډ (اېن سي اېل) شاملې دي۔

سېكتر په دې لړ كښې د بېلا بېلو ادارو د كاميابو نه هم دوي خبر كړل۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د سركاري استوګنو په الاټمنټ كښې بشپړه سپېځلتيا باوري كولو لپاره هڅې روانې دي او په غېر قانوني توګه قبضه ګرو څخه سركاري استوګنې خالي كولو لپاره هڅې كوٶ۔ وزیراعظم ته ووئيل شول دا مهال د هاٶسنګ وزارت په بېلا بېلو سټېشنونو د 26 زره 700 يونټو كمې سره مخ دے۔

سېكتر د پك پي ډبليو ډي او د وزارت د نورو څانګو پحقله بېلا بېلې چارې هم رامخې ته كړې۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل د حكومتي استوګنو په اړه په خاص توګه اسلام آباد او صوبائي سرښارونو كښې ملازمانو ته د پېښو مسئلو نه خبر يم۔ ده ووئيل په راتلوونكو 5 كالو كښې 50 لكه كورونو جوړولو منصوبې سره به د استوګنې مسئلې كمولو لپاره مرسته ترلاسه شي ٬ د هاٶسنګ وزارت دې ترلاسه بشري وسائلو بشپړه كارول باوري كولو لپاره كوټلې منصوبه جوړه كړي۔

وزيراعظم د وزارت په بېلا بېلو څانګو كښې د بشري وسائلو او د ترلاسه پوهې استعداد څخه په لږ كار د تشويش څرګندونه كولو سره امر وكړو چې ترلاسه بشري وسائل په بشپړه توګه كارول باوري كولو لپاره جامع منصوبه وضع كړئ ۔ د هاٶسنګ سېكتر وزیراعظم د نوي پاکستان په هاؤسنګ پروګرام د پېشرفت نه خبر كړو٬ دا ووئيل شول د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام پحقله بولي كوٶنكو كمپنو څخه د ډاډ وړ غبرګون رامخې ته شوې٬ 41 بډرز/ كپمنو درخواستونه وركړې او د پاكستان په لويو ښارونو كښې پلاټس/ اپارټمنټس/كورونو لپاره د زمكې وړاندېزونه ئې هم رالېږلې۔