په مومند بند كار به فرورۍ ٬ په ديامر بھاشا بند به مئي جون كښې پیل شي آبي وسائلو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

په مومند بند كار به فرورۍ ٬ په ديامر بھاشا بند به مئي جون كښې پیل شي آبي وسائلو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) آبي وسائلو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته وئيلې شوي په مومند بند كار به د راروان كال تر فرورۍ او په ديامر بھاشا بند به مئي جون كښې پیل كړې شي۔ واپډا د نيلم جهلم او تربېلا فور په ډول بندې كړې منصوبې پايې ته رسولې ۔ بلوچستان حکومت کچھی كېنال څخه 74 زره اېكړه فټه اوبو كښې د 10 زره نه د زياتو ترلاسه كولو استعداد نه لري۔

په پی اېس ډی پی كښې د آبي وسائلو 86 منصوبو كښې 36 د بلوچستان دي۔ د پارلمان غړي دې خپل ترجيحات راكړي مونږ به د ترلاسه وسائلو ترمخه هغه منصوبې ترسره كړو۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د چيئرمېن سناتور شميم آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې سناتور حاصل بزنجو ٬ ډاکټر جهانزېب جمال دینی، سردار اعظم خیل، سناتور عثمان کاکړ، سناتور ګیان چند او د سناتور صابر په شمول د آبي وسائلو سېكترې شمائل خواجه ٬ د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

دآبي وسائلو سېكتر شمائل خواجه كمېټۍ ته ووئيل د پي اېس ډي پي ترمخه د بلوچستان په 36 منصوبو كښې 32 منصوبې منظورې كړې شوي ۔ په مجموعي توګه د آبي وسائلو منصوبو له 70 اربه روپۍ پكار دي۔ تر دې دمه 22 اربه روپۍ لګولې شوي او نور 47.3 اربه روپۍ به روان كال كښې مصرف كړې شي۔ دې ووئيل كه پارلماني غړي سپارښتنه وكړي نو مونږ د بلوچستان منصوبو له ټولې روپې په ترجيحي منصوبو مصرف كولې شوو۔

دې ووئيل بلوچستان كښې خزان بند لپاره تېر كال 35 ملين روپۍ بېلې كړې شوې وې كومې چې ټولې جاري كړې شوي ۔ د روان كال په مهال 40 ملين روپۍ بېلې كړې شوي كومو څخه چې 8 ملينه روپۍ تر دې دمه جاري كړې شوي ۔ كمېټۍ ته ووئيلې شو د باړه بند جوړولو لپاره په كال 2002ﺀ كښې د پي سي ون جوړولو عمل پېل شوې ؤ ۔ دې ډېم څخه به 6 مېګاواټه برېښنا ترلاسه كېږي۔ د كال 2009ء ستمبر مياشت كښې پي سي ون كښې د 14 ارب 20 کروړه 80 زره روپو مصرف كولو منظوري وركړې شوې وه د كومې چې د دغه كال دسمبر او د كال 2010ﺀ په اپرېل مياشت كښې ټېنډر جاري شوې ؤ ولې چا هم كومه بولي ورنكړه۔

د پي سي ون ټو ترمخه د دې مصرف اوس څو چنده زيات شوې۔ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن د خزانې ډېم جوړولو لپاره د ځائې بدلون د معاملې جاج اخستلو له د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړه او كمېټۍ سفارش وكړو چې پي اېس ډي پي كښې دې د مېشته فنډز ترمخه بلوچستان كښې يو يا دوه واړه بندونه په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي او په سي پېك كښې دې هم د آبي ذخيره جوړولو منصوبې شامل كړې شي۔