د ھاؤسنګ اېنډ ورکس ډویژن پرمختيائي كارونو له 87 کروړه 88 لکھ روپۍ جاري شوې

د ھاؤسنګ اېنډ ورکس ډویژن پرمختيائي كارونو له 87 کروړه 88 لکھ روپۍ جاري شوې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د ھاؤسنګ اېنډ ورکس ډویژن پرمختيائي كارونو له تر دې دمه په مجموعي توګه 87 کروړه 88 لکھ څخه زياتې روپې جاري كړې دي۔ حکومت د روان مالي كال په مهال ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له 5 اربه 33 كروړه څخه زياتې روپې بېل كړې ۔

د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شوو شمېرو ترمخه حكومت سوھاوه چکوال روډ له 38 کروړ، ضلع تورغر كښې پرمختيائي كارونو له 73 لکھ، مانسهره ضلع كښې پرمختيائي كارونو له 4 کروړه، آئی بی اکېډېمی له 2 کروړه، د سی پېک تر سېوري لاندې د انټیلی جنس بېورو دفتر جوړولو له4 کروړه 18 لکھ او نیو سېکرټرېټ اسلام آباد كښې د ودانيو كارونو له 9 کروړه 93 لکھ څخه د زياتې روپې جاري كړې دي۔