د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پاكستان او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدارۍ جوړولو كار به تر نومبر كال 2019 بشپړ كړې شي۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټرمحمد فېصل خبريالانو سره خبرې

د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پاكستان او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدارۍ جوړولو كار به تر نومبر كال 2019 بشپړ كړې شي۔ د  خارجه دفتر وياند ډاکټرمحمد فېصل خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پاكستان او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدارۍ جوړولو كار به تر راتلونكي كال نومبر د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ د شورو په ورځ د کرتارپور ته د تللو نه وراندې خبريالانو سره په خبرو كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرتارپور لارې پرانستلو ګام پورته كړې د كوم چې د هند اولس پشمول پراخه ډاډګيرنه شوې ۔

ده ووئيل نن تاريخي ورځ ده او دا د اقليتونو د شاملولو او دوي له د حقونو وركولو په اړه د وزيراعظم مهم اقدام دے ۔ وياند هيله ولرله چې دا راهداري به "ګټوره" وګرځي٬ او د لارې پرانستې څخه به سكه زائرينو ته تر خپلو مقدسو ځايونو زيارت كولو لپاره آسانۍ ترلاسه شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د راهدارۍ جوړولو كار به راتلونكي كال نومبر كښې د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ وياند ووئيل پاكستان د اسلام آباد او نوې ډيلي ترمېنځه خليج لرې كولو لپاره ټول ضروري او د مهمو اقداماتو كولو عزم لري۔ ده ووئيل د سكه زائرينو پاكستان كښې د مينې د جذباتو هركلے كوٶ ٬ دوي به د پاكستان او د اولس په اړه په زړه پورې تاثرات بېرته د ځان سره يوسي.