پاکستان د مېنځنۍ آسيائې هېوادونو سره د سامان او د مسافرو د ټرانسپورټېشن په لړ كښې بېلې لوظنامې لري ٬ د سي پېك منصوبې بشپړېدو نه پس به ټراسپورټېشن لا ګړندې شي۔ شېخ آفتاب احمد

پاکستان د مېنځنۍ آسيائې هېوادونو سره د سامان او د مسافرو د ټرانسپورټېشن په لړ كښې بېلې لوظنامې لري ٬ د سي پېك منصوبې بشپړېدو نه پس به ټراسپورټېشن لا ګړندې شي۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) سېنېټ ته وئيلې شوې دي پاكستان د مېنځنۍ آسياء هېوادونو چین، هند او ایران سره د سامان او د مسافرو د ټرانسپورټېشن په لړ كښې بېلې لوظنامې لري ٬ د سي پېك منصوبې بشپړېدو نه پس به ټراسپورټېشن لا ګړندې شي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور سيد طاهر حسېن مشهدي د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب احمد ووئيل پاکستان د مېنځني آسيائي هېوادونو سره د سامان او د مسافرو د ټرانسپورټېشن په لړ كښې بېلې لوظنامې لري ٬ د سي پېك منصوبې بشپړېدو نه پس به ټراسپورټېشن لا ګړندې شي۔

ده ووئيل پاکستان، چین، کرغزستان او د قازقستان ترمېنځه د ټرافېك ټرانزټ لوظنامه په كال 1995 كښې لاسليك وه او په مئي 2006 كښې عملي كړې شوې ٬ ده ووئېل چين سره په كال 2006 كښې ٬ ايران څخه په كال 1987 كښې او بيا پكښې په 1992 كښې بدلون وشو لوظنامې شوې ٬٬ ده ووئېل د پاكستان او هند ترمېنځه په 1999 كښې لوظنمامه شوې وه او د پروټوكول له مخې د لاهور- دهلي او د دهلي نه تر لاهور د بس سروس لوظنامه شوې ٬ دغسې په كال 2005 كښې د لاهور نه تر امرتسر د بس سروس لوظنامه شوې وه ٬ده ووئېل هم په دغه كال د ننكانه صاحب نه تر امرتسر د بس سروس لوظنامه هم شوې وه۔