مسلم ليګ (ن) 5 كلنه موده كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړه۔ په راروانو 5 كلونو كښې به د بېلو منصوبو د لارې 28 زره مېګاواټ نوره برېښنا سسټم كښې شامل كړې شي۔

عمران خان ته د ګرځنده قرضې او واټر پالېسۍ علم نشته۔ دې د ډرامه بازۍ پرېزنټېشن سره اولس بېوقوف جوړولې نه شي۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وفاقي وزيرانو سره خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 22 مئی 2018ء) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي مسلم ليګ (ن) 5 كلنه موده كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړه۔ په راروانو 5 كلونو كښې به د بېلو منصوبو د لارې 28 زره مېګاواټ نوره برېښنا سسټم كښې شامل كړې شي۔ عمران خان ته د ګرځنده قرضې او واټر پالېسۍ علم نشته۔ دې د ډرامه بازۍ پرېزنټېشن سره اولس بېوقوف جوړولې نه شي۔

د نهې په ورځ وفاقي وزيرانو سره خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل عمران خان د 100 ورځو په خپل پلان كښې په واټر پالېسۍ د عملدرآمد كولو خبره كړې ده ته شايد دا معلومه نه ده چې د مسلم ليګ (ن) حكومت دوه اونۍ وړاندې واټر پالېسي اعلان كړې په كوم چې د خېبر پختونخوا اعلی وزير هم لاس ليك كړې۔ ده ووئيل عمران خان د واټر پالېسۍ علم نه لري۔ هغه به عملدرآمد څه وكړي۔

ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې د برېښنا پېداوار 4 زره 912 ګېګاواټ آور وو كوم چې اوس 7 زره 740 ګېګاواټ آور دے او 10 زره مېګاواټ څخه زياته برېښنا مو سسټم كښې شامل كړې۔ ده ووئيل عمران خان د ګرځنده قرضې سمولو خبره كوي نو ده ته معلومه نه ده چې ګرځنده قرضه څه وي۔ ده ووئيل عمران خان د صوبو لخوا د برېښنا پېداوار ٬ وېش او ترسيل خبرې كوي٬ ده په تېرو 5 كلونو كښې منفي 6 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې۔ ده ووئيل دې د ډرامه بازۍ پرېزنټېشن سره اولس بېوقوف جوړولې نه شي۔