د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د قومي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټې غونډه

په غونډه كښې، , د 220 كے وي مستونګ سب سټېشن او د 220 كے وي سبي- مستونګ- كوئټه- لورالائي ډبل سركټ ټرانسيميشن لائن منظوري وركړې شوه

د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د قومي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټې غونډه
په غونډه كښې،
د 220 كے وي مستونګ سب سټېشن او د 220 كے وي سبي- مستونګ- كوئټه- لورالائي ډبل سركټ ټرانسيميشن لائن منظوري وركړې شوه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 22 مئی 2018ء) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د قومي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټې ﴿اېكنك﴾ غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د 220 كے وي مستونګ سب سټېشن او د 220 كے وي سبي- مستونګ- كوئټه- لورالائي ډبل سركټ ټرانسيميشن لائن منظوري وركړې شوه په كوم به چې 14 اربه 15 كروړه روپې لګښت راځي۔

په غونډه كښې پاكستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اكنامك ﴿پائېډ﴾ لپاره د نظرثاني شده پي سي ټو منظوري هم وركړې شوه په كوم به چې 3 اربه 51 كروړه روپې لګښت راځي۔ اېكنك د 22 اربه 21 كروړه روپې نه د زيات لګښت اخراجاتو په بېلا بېلو څانګو كښې 2 زره پي اېچ ډيز لپاره د اوورسيز سكالرشپ سكيم لپاره د فېز تهري منظوري وركړه۔ په غونډه كښې په سماجي څانګه كښې د اسلام آباد په پمز روغتون كښې د نيورو سائنسز سنټر جوړولو د پروژې منظوري هم وركړې شوه په كوم به چې 7 ارب 28 كروړه روپې لګښت راځي۔

اېكنك په پنجاب٬ خېبر پښتونخوا٬ سندھ او بلوچستان كښې د روغتيا په څانګه كښې د يو كهرب 31 اربه 78 كروړه روپو په لګښت سره د ورټيكل پروګرامونو منظوري هم وركړه۔ په دې پروګرامونو كښې د زچه بچه قومي پروګرام ٬ ماشومانو د صحت پروګرام٬ خانداني منصوبه بندې او بنيادي صحت لپاره قومي پروګرام٬ د ټي بي كنټرول پروګرام٬ د هېپاټائټس د مخ نيوي د وزيراعظم پروګرام٬ د ملېريا كنټرول پروګرام او د نابينا كېدو د مخ نيوي قومي پروګرام شامل دے۔

په غونډه كښې د نيلم جهلم هائيدرو پاور پروژې د 506 اربه 80 كروړه 80 لكه روپو د څلورم نظرثاني شده پي سي ون منظوري هم وركړې شوه۔ اېكنك د ګوادر سي پورټ څخه رېلوے كورېډور لپاره زمكه ترلاسه كولو او په ګوادر كښې د رېلوے آپرېشنل لېنډ منظوري هم وركړه۔ په غونډه كښې د دراوټ بند جوړولو لپاره د دويم نظرثاني شده پي سي ون د 11 اربه 76 كروړه 78 لكه روپو د نظرثاني لګښت منظوري هم وركړه۔ اېكنك د 60 اربه 82 كروړه 36 لكه 60 زره روپو په لګښت سره د 184 كلوميټره اوږدې د فېصل آباد – خانيوال موټروے اېم 4 د پروژې د نظرثاني شده لګښت منظوري هم وركړه۔