په كراچې كښې د اوبو د نشتوالي له امله وګړي سختو ستونزو سره مخ دي۔ شېخ صلاح الدين

په كراچې كښې د اوبو د نشتوالي له امله وګړي سختو ستونزو سره مخ دي۔ شېخ صلاح الدين

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 22 مئی 2018ء) د اېم كيو اېم د قومي اسمبلې غړي شېخ صلاح الدين وئيلي دي چې په كراچې كښې د اوبو د نشتوالي له امله وګړي سختو ستونزو سره مخ دي٬ د اوبو او برېښنا ضرورت پوره كولو لپاره دې ضروري اقدامات وكړې شي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته شېخ صلاح الدين ووئيل چې په كراچې سخته ګرمي ده او په داسې صورتحال كښې د اوبو د نشتوالي په نتيجه كښې وګري سختو ستونزو سره مخ دي۔ بايد د كراچې د اوبو او د برېښنا ضرورت پوره كړې شي