كه مسلم ليګ(ن)د توان 13 نوې پروژې نه وې لګولې نو هېواد به د توان بحران سره مخ ؤ٬دا مهال اضافي برېښنا موجود ده،

دسټربيوشن نېټ ورك كمزورې دے كوم به چې تر جون مكمل كړے شي۔د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل اے پي پي سره خبرې

كه مسلم ليګ(ن)د توان 13 نوې پروژې نه وې لګولې نو هېواد به د توان بحران سره مخ ؤ٬دا مهال اضافي برېښنا موجود ده،
دسټربيوشن نېټ ورك كمزورې دے كوم به چې تر جون مكمل كړے شي۔د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېلي دي كه مسلم ليګ(ن)د توان 13 نوې پروژې نه وې لګولې نو هېواد به د توان بحران سره مخ ؤ ٬دا مهال اضافي برېښنا موجود ده٬دسټربيوشن نېټ ورك كمزورې دے كوم به چې تر جون بشپړ شي۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل نواز شريف د پاكستان بيانيه قوي كولو خبره كړی٬پاكستان مسلم ليګ(ن) چې كله په 2013 كښې په اقتدار له راغلو نو هغه وخت هېواد د توان بحران سره مخ ؤ خو پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د خپل وژن او سياسي بصيرت څرګندونه كولو سره هېواد د توان بحران او د ترهه ګرۍ ختمولو له اقدامات وكړل۔

ده ووئيل نن نه يوازې خپلې پېل كړی پروژې بشپړې كړی شوي بلكې د تېر وخت په اربونو روپو پروژې هم بشپړې كړی شوي د كومې اعزاز چې محمد نواز شريف او حكومت ته ترلاسه دے۔ده ووئيل مسئله يوازې د دسټري بيوشن نېټ ورك ده كومه به چې بدلولې شي۔ ده ووئېل تر څو چې ډسټري بيوشن نېټ ورك نه وي بدل شوې نو د ضروري مرمت لپاره به د برېښنا بندولو مسئله رامخې ته كېږي۔هيله لرو چې تر جون به د ډسټري بيوشن نېټ ورك بدلولو نه پس دا مسئله حل شي۔