د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)محمد صفدر پھ ضد دائر ايوان فيلډ ريفرنس تر مئي 21مې نېټې وځنډولې شو

د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)محمد صفدر پھ ضد دائر ايوان فيلډ ريفرنس تر مئي 21مې نېټې وځنډولې شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)محمد صفدر پھ ضد دائر شوې ايوان فيلډ ريفرنس تر مئي 21مې نېټې ځنډولې شوې دې ٬د تورنو 342 بيان به د جمعې په ورځ قلم بند كړی شي۔د شورو په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير د ايوان فيلډ ريفرنس سماعت وكړو۔پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او كېپټن(ر)محمد صفدر عدالت كښې وړاندې شول۔

د سماعت په موقع د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وكيل خواجه حارث د جے آئي ټي مشر واجد ضياﺀ په بيان جرح وكړه۔د دې څخه وروستو عدالت د ريفرنس سماعت تر مئي 21مې نېټې وځنډولو۔خواجه حارث به راتلونكي سماعت كښې هم د واجد ضياﺀ پھ بيان به جرح روان ساتي۔عدالت حكم وكړو چې د جمعې په ورځ به د تورنو بيان قلم بند كولې شي۔