قامي اسمبلۍ د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژونو 34 نور مطالبات منظور كړل

قامي اسمبلۍ د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژونو 34 نور مطالبات منظور كړل

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) قامي اسمبلۍ د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژونو 34 نور مطالبات منظور كړې دي ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خزانې وزير مفتاح اسماعیل پرله پسې د دفاع ٬ خزانې اقتصادي چارو وزارتونو٬ شماريات ٬ كېډ٬ اسټېبلشمنټ ډويژنونو ٬ د پېټروليم ٬ اېف پي اېس سي٬ وزيراعظم آفس٬ سرمايه كارۍ بورډ ٬ د وزيراعظم د معائنه كمېشن ٬ د اتومي توان كمېسون٬ كنټرولر جنرل آف اكاٶنټس٬ اېچ اي سي٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې٬ خارجه چارو ٬ سمندر پورې پاكستانيانو پشمول د نورو وزارتونو او ډويژنونو پرله پسې 34 مطالبات زر ايوان ته وړاندې كړې چې پكښې په ځينو د اېم كيو اېم د كمې تحريكونه وړاندې كړې كوم چې اېوان په زيات شمېر رد كړل۔

د جماعت اسلامی ‘ پیپلز ګوند او پي ټي آئي خپل د كمې تحريكونه بېرته واخستل۔ او دغسې قامي اسمبلۍ په يوه خله 34 مطالبات زر منظور كړل او تېره ورځ قامي اسمبلۍ د 92 مطالبات زر منظوري وركړه وه او او د 25 مطالبات زر منظورۍ عمل به (نن) د زيارت په ورځ كېږي۔