پاكستان آذربائيجان سره پھ ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكې مهمې ګڼي۔وفاقي وزير بېرسټر عثمان ابراهيم

پاكستان آذربائيجان سره پھ ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكې مهمې ګڼي۔وفاقي وزير بېرسټر عثمان ابراهيم

پینډۍ (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير بېرسټر عثمان ابراهيم وئېلي دي چې پاكستان آذربائيجان سره پھ ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبرې د آذربائيجان قامي ورځ پھ موقع د خاص مېلما په حېث دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔ده پھ دې موقع د آذربائيجان سفير او اولس له مباركي وركړه۔ده ووئيل آذربائيجان تېرو 26 كلونو كښې اقتصادي٬سائنسي٬تعليمي٬سماجي او كلتوري څانګو كښې پرمختګ او پیشرفت كړی۔

ده سيمه ايز امن او استحكام او اقتصادي پرمختګ كښې د آذربائيجان كردار وستائېلو۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان آذربائيجان سره پھ ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ پلاوي تګ راتګ د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او دواړه هېوادونه د يو بل عزت او احترام كوي۔پھ دې موقع وفاقي وزير د آذربائيجان سفير او اسلام آباد كښې د بېلو هېوادونو سفارتي نمائندګانو سره په ګډه كېك كټ كړو۔