د پېښور پوهنتون 3 سكالرانو پي اېچ ډي وكړه

د پېښور پوهنتون 3 سكالرانو پي اېچ ډي وكړه

پېښور (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) د پېښور پوهنتون 3 سكالرانو پي اېچ ډي وكړه۔ د سكالر شاهد اقبال د مقالې د دفاع دستوره سنټر فار ډیزاسټر پریپیئرډنس اېنډ مېنجمنټ كښې وشوه او ډیزاسټر مېنجمنټ كښې د پي اېچ ډي ډګرۍ حقدار وګرځولې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پېښور پوهنتون څخه په ډیزاسټر مېنجمنټ كښې پي اېچ ډي كوؤنكې اولنې سكالر دے۔ د سکالر بادشاہ محمد د مقالې د دفاع دستوره په سوشیالوجی ډیپارټمنټ كښې وشوه او په سوشيالوجي كښې د پي اېچ ډي ډګرۍ حقدار وګرځولې شو۔

د سکالرې نیلم مختار د مقالې د دفاع دستوره په کمپیوټر سائنس ډیپارټمنټ كښې وشوه او په کمپیوټر سائنس كښې د پی اېچ ډی ډګرۍ حقداره وګرځولې شوه۔ د دفاع دستورو كښې فېكلټي ٬ ريسرچ سكالرز او د زده كوؤنكو سره سره د بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو ګن شمېر كسانو ګډون كولو۔