قامي اسمبلۍ كښې د 237,32,14,97,21,000 روپو لازمي خرڅونو تفصيلات وړاندې كړې شول

قامي اسمبلۍ كښې د 237,32,14,97,21,000 روپو لازمي خرڅونو تفصيلات وړاندې كړې شول

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) قامي اسمبلۍ كښې د 237 کھربه 32 اربه 14 کروړو 97 لكهه او 21 زره روپو لازمي خرڅونو تفصيلات وړاندې كړې شوې۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د لازمي خرڅونو تفصيلات وړاندې كولو ترمخه د زيات عمر الاؤنسز او پنشن لپاره 3 اربه 86 کروړه 52 لكهه ٬ د وفاقی او صوبائی حکومتونو ترمينځھ د مرستې او مختلف تطبيق له 14 کروړه ٬ د خارجه چارو څانګې نورو خرڅونو له 15 کروړه٬ سول ورکس له 77 لكهه 41 زره ٬ د قانون و انصناف نورو خرڅونو لپاره 23 کروړه 62 لكهه 68 زره ٬ قامي اسمبلۍ له يو ارب 75 کروړه 19 لكهه 15 زره ٬ سېنټ له 1 ارب 69 کروړه 84 لكهه 69 زره ‘ پاکستان پوسټ آفس ډیپارټمنټ لپاره 2 کروړه 24 لكهه ٬ پاکستان رېلوېز له 1 ارب ٬ د وفاقي حكومت غېر ملكي پرمختيائي قرضونو او اېډوانسز له 171 ارب 86 کروړه 67 لكهه 4 زره ٬ د اولس مشر خانه داري كارمندانو او الاؤنسز له 1 ارب 36 کروړه٬ آډټ له 4 اربه 63 کروړه 30 لكهه ٬ ملکی قرضونو له 13 کھرب 91 اربه ٬ د ملکی قرضونو وركولو لباره 211 کھربه 29 اربه 74 کروړه 82 لكهه 81 زره ٬ د بهرنيو قرضونو لپاره 229 اربه 22 کروړه 95 لكهه 15 زره‘ د بهرنيو قرضويو بېرته وركولو لباره 601 ارب 75 کروړه 39 لكهه 53 زره ٬ د لنډې مودې غېر ملكي قرضو بېرته وركولو لباره 174 ارب 16 کروړ 32 لكهه 75 زره ٬ سترې محكمې له 1 ارب 96 کروړه 40 لكهه ٬ اسلام آباد هائی کورټ له 52 کروړه 70 لكهه ٬ ټاكنو له 2 ارب 53 کروړ 10 لكهه ٬ وفاقی محتسب له 72 کروړه 20 لكهه روپۍ او وفاقی ټېکس محتسب له 24 کروړه 30 لكهه روپۍ اېښودلې شوي دي۔

قامي اسمبلي په دې خرڅونو بحث خو كولې شي ولې د لازمي خرڅونو قامي اسمبلۍ څخه منظوري اخستل ضروري نه ده۔