د صحت وفاقی وزیرې سائرہ افضل تارړ د روغتيا په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلو همكارانو له مباركي وركړه

د صحت وفاقی وزیرې سائرہ افضل تارړ د روغتيا په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلو همكارانو له مباركي وركړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) د صحت وفاقی وزیرې سائرہ افضل تارړ د روغتيا په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلو هكارانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د بلونو منظوري د قامي روغتيا وزارت د چارواكو د هڅو نتيجه ده چې ورسره به د صحت قامې څانګه مخ په وړاندې لاړه شي۔ د وزارت لخوا د جاري شوي تفصيلات ترمخه اولنې بل د اسلام آباد رېګولیټری اتھارټی دے چې مقصد ئې اسلام آباد كښې د روغتيا اسانيو ښه كول او معيار باوري كول دي۔

دې لپاره به اسلام آباد هېلت رېګولیټری اتھارټی جوړولې شي چې ورسره به اسلام آباد كښې د عطائي ډاكټرانو مخه ونيولې شي۔ سېنټ پاکستان كښې د قامې صحت په اړه د تدرېس مهمې ادارې هېلت سروسز اکېډمی له د پوهنتون درجې وركولو هم منظوري وركړې شوې ۔ هېلت سروسز اکېډېمی دا مهال د پی اېچ ډی او MSPH ډګرۍ جاري كوي۔ د پوهنتون درجه ترلاسه كېدو سره به پاكستان كښې د پبلک هېلت پوهاند رامخې ته كولې شي كومو ته چې هېواد حاجت لري۔

د صحت عامه په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلې ډلې له مباركي وركولو سره وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ ووئيل د دې بلونو منظوري د قامي روغتيا وزارت د همكارانو د هڅو نتيجه ده چې ورسره به د صحت څانګه مخ په وړاندې لاړه شي۔ په دې مهال د روغتيا وزارت وياند ووئيل د سائره افضل تارړ په مشرۍ كښې چې په دې 5 كاله كښې د روغتيا لپاره څومره اصلاحات شوي په تېرو 70 كلونو كښې مثال نه لري۔