د خبر رسنيو ادارو نړيوال كنفرنس كښې د "انټرنېشنل فورم آف نيوز ايجنسيز"(افنا)جوړولو پريكړه٬

سږ كال لپاره پاكستان د فورم مشر وټاكلې شو اے پي پي به د سېكرټرېټ په توګه فرائض ترسره كوي٬د غړو هېوادونو خبر رسنيو ادارو ترمينځه د خبرونو٬عكسونو او وېډيوز تبادلې لپاره به وېب پورټن جوړولې شي٬د فورم فعاليت لپاره د پاكستان پشمول پنځه كسيزه كمېټي جوړه كړی شوه د خبر رسنيو ادارو دوه ورځني نړيوال كنفرنس پاې ته ورسېد٬د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير او د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك غېر ملكي استازو له يادګاري شيلډز وركړل

د خبر رسنيو ادارو نړيوال كنفرنس كښې د

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) د خبر رسنيو ادارو نړيوال كنفرنس كښںې د"انټرنېشنل فورم آف نيوز ايجنسيز"(افنا)جوړولو پريكړه شوې ده ٬د سږ كال لپاره پاكستان د فورم مشر ټاكلې شوې٬اے پي پي به د سېكرټرېټ په توګه فرائض ترسره كوي دغسې د غړو هېوادونو خبر رسنيو ادارو ترمينځه د خبرونو٬عكسونو او وېډيوز تبادلې لپاره به وېب پورټن جوړولې شي٬د فورم فعاليت لپاره د پاكستان پشمول پنځه كسيزه كمېټي جوړه كړی شوې۔

د اے پي پي د سيوري لاندې په 13 او 14 مئي كنفرنس د نهې په ورځ پاې ته ورسېد۔پھ كنفرنس كښې د بېلو هېوادونو 21 استازو ګډون كولو۔اختتامي دستوره كښې د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير مشر مېلمه ؤ۔پھ كنفرنس كښې ګډون كوونكو هېوادونو په شريكه توګه متفقه 16 نكاتي سفارشات كښې وئېلي دي چې په كنفرنس كښې شريك د قامي خبر رسنيو ادارو پليټ فارم(افنا)به جوړولې شي۔

اے پي پي د روان كال لپاره د (افنا) مشر ټاكلې شوې او اے پي پي د سېكرټرېټ او بشري وسائلو وركولو لپاره په رضاكارانه توګه د خپلو خذماتو وړاندېز كړی۔غړو هېوادونو په متفقه توګه پريكړه كړی چې د (افنا) سېكرټرېټ كوربتوب به هر كال نورو هېوادونو ته منتقل كولې شي۔كوربه هېواد روان كال لپاره به د سېكرټرېټ خرڅونه زغمي۔په كنفرنس كښې د پليټ فارم فعاليت لپاره د پنځه كسيزه رابطه كمېټۍ جوړولو پريكړه شوې٬دا رابطه كمېټي به د سټيرنګ كمېټۍ مشاورت سره په پورټل پېشرفت له تګلاره جوړوي۔

د دې كمېټۍ په غړو كښې ايران٬يونان٬پاكستان٬سوډان او تيونس شامل دي۔د خبر رسنيو ادارو د نړيوال كنفرنس كمېټۍ د اړخه به د شريكې پريكړی له مخې په كلن بنياد غونډه كېږي۔استازو د اړوندو خبر رسنيو ادارو او مېډيا ادارو فريم ورك نوي پورټل فعاليت كښې د نرمې په حاجت اتفاق وكړو۔كمېټي به د كوم هم غړي هېواد خذمات ترلاسه كولو يا نوي غړي شاملولو او د غړو سره تجاويز او سفارشات غوښتلې شي۔

نوې فورم د پورټل په خبرونو او فيچرز په ټېكسټ او بصري موادو د تبادلې عزم كړې۔د غړو ادارو د خبريالانو او غېر صحافتي عملې د تربيې لپاره به باقاعده پروګرام استعداد زياتولو له پېل كولې شي ۔د خبريالانو په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه بنيادونو تږ راتږ ته هم صلاح راغلې۔د غړو ادارو ماركيټنګ/ معاشي اړخونو په ښه والي به هم غور كولې شي او په دې لړ كښې د پیشه ورو سره به مشاورت هم كولې شي۔

د بلغاريه سفارش ترمخه پھ بېلو اړخونو د وېډيوز او ټېكسټ سروسز تبادله به هم د پورټل برخه ګرځولې شي۔د ټولو غړو ادارو څخه به ښه عكسونه٬ښه ټېكسټ سټوري او ښه وېډيوز په درې مياشتنيز بنياد ټاكلې شي دغسې (افنا)د ايوارډ وركولو لپاره به د ټولو غړو ادارو څخه په كلن بنياد انتخاب كولې شي۔په كنفرنس كښې هغه فلسطينيانو او نورو خبريالانو ته پیرزوئنې وړاندې كړی شوې چا چې د فرائض ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔

پھ كنفرنس كښې دآذربائجان٬

بحرين٬بلغاريه٬چين٬مصر٬يونان٬انډونېزيا٬ايران٬قزاخستان٬لبنان٬اومان٬پاكستان٬قطر٬رومانيه٬سعودي عرب٬سوډان٬سوريه٬تركيې او د تيونس استازو ګډون وكړو۔د دستورې په آخر د دفاع وزير خرم دستګير او د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك غېر ملكي استازو له د اے پي پي يادګاري شيلډز هم وركړل۔د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك خپل اختتامي كلمات كښې د كنفرنس ګډون كوونكو مننه وكړه۔