د سپريم كورټ پريكړې پھ رڼا كښې د نوو پرمختيائي سكيمونو په پېل كولو لګولې شوې بندېز به تر بل حكم برقرار وي٬د انتهائي مهمو تقريريو په اړه ادارې درخواستونه وركولې شي۔الېكشن كمېشن

د سپريم كورټ پريكړې پھ رڼا كښې د نوو پرمختيائي سكيمونو په پېل كولو لګولې شوې بندېز به تر بل حكم برقرار وي٬د انتهائي مهمو تقريريو په اړه ادارې درخواستونه وركولې شي۔الېكشن كمېشن

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) الېكشن كمېشن وئېلي دي د سترې محكمې د پريكړې پھ رڼا كښې د نوو پرمختيائي سكيمونو په پېل كولو لګولې شوې بندېز به تر نوي حكم برقرار وي خو د انتهائي مهم نوعيت تقريريو په اړه ادارې د رعايت درخواستونه وركولې شي۔د ډاكټرانو تعيناتۍ په اړه بندېز نه دې لګولې شوې۔د الېكشن كمېشن د اړخه د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي الېكش كمېشن د يكم اپرېل 2018 نه پس سركاري ادارو كښې په بهرتو بندېز لګولې وو دغسې په نوې پرمختيائي سكيمونو هم بندېز لګولې شوې وو كوم چې د مئي په لسمه نېټھ اسلام آباد هائي كورټ كالعدم ګرځولې ؤ خو سپريم كورټ د اسلام آباد هائي كورټ پريكړه معطل كړی ده۔