پاكستان به د جمو كشمير اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي٬

د هند د تسلط څخه آزادي وركولو لپاره به د دوي په هڅو كښې د دوي مكمل سفارتي او سياسي ملاتړ كوو۔ د خارجه دفتر وياند عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم په خطاب د هند په تنقيد سخت غبرګون

پاكستان به د جمو كشمير اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي٬ 
د هند د تسلط څخه آزادي وركولو لپاره به د دوي په هڅو كښې د دوي مكمل سفارتي او سياسي ملاتړ كوو۔ د خارجه دفتر وياند عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم په خطاب د هند په تنقيد سخت غبرګون

پېنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) د خارجه دفتر وياند د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوسنۍ غونډه كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف په خطاب د هند په تنقيد سخت غبرګون ښودلو سره واضحه كړې چې پاكستان به د جمو كشمير اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي٬ د هند د تسلط څخه آزادي وركولو لپاره به د دوي په هڅو كښې د دوي مكمل سفارتي او سياسي ملاتړ كوو۔

د جمعې په ورځ د وياند لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د هند حكومت د وزيراعظم محمد نواز شريف په هغه بيان تنقيد كړې كوم چې د جمو كشمير د مظلوم اولس د احساساتو او هيلو عكاسي كوي۔ د مقبوضه كشمير اولس د تېرو اويا كلونو نه د هند جارحيت٬ ګولو٬ ظلمونو او غېر قانوني تسلط سره مخ دے۔ وياند ووئيل چې پاكستان به د كشمير اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔

د كشميري ځوان برهان واني د افسوس ناك قتل په نتيجه كښې په ټول كشمير كښې په لويه پېمانه د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوه كومه چې د كشميري اولس لخوا د هند تسلط ردولو واضح ثبوت دے خو په سوله ايز مظاهرچيانو ګولې او پېلټ ګنز وكارول شول او په نتيجه كښې ئې د 80 نه زيات كشميريان شهيدان او د زرګونو په شمېر ژوبل شول۔ د پېلټ ګنز د كارولو په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان د بصارت نه محروم شول۔ نړيوالې ټولنې د سلامتي كونسل د قراردادونو د لارې كشميري اولس سره د خپلواكې د حق لوظونه كړي دي خو اويا كلونه تېر شول او دا لوظونه پوره نه كړے شول۔