زمونږ مېړني وسله وال ځواكونه د هر ډول خطرو د مخنيوي بشپر صلاحيت لري٬

د قام په ملاتړ به په هر قيمت د هېواد د ګوټ ګوټ دفاع كوٶ٬ پاكستان د يوې لسيزې راهسې د ترهه ګرۍ ښكار دے٬ د قام په شريكو هڅو مو په ترهه ګرۍ قابو موندلې۔ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ترهه ګرۍ د قامي مخنيوي سنټر پبي دورې په موقع وېنا

زمونږ مېړني وسله وال ځواكونه د هر ډول خطرو د مخنيوي بشپر صلاحيت لري٬
د قام په ملاتړ به په هر قيمت د هېواد د ګوټ ګوټ دفاع كوٶ٬ پاكستان د يوې لسيزې راهسې د ترهه ګرۍ ښكار دے٬ د قام په شريكو هڅو مو په ترهه ګرۍ قابو موندلې۔ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ترهه ګرۍ د قامي مخنيوي سنټر پبي دورې په موقع وېنا

پېنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئيلي دي چې زمونږ مېړني وسله وال ځواكونه د هر ډول خطرو د مخنيوي بشپر صلاحيت لري٬ د قام په ملاتړ به په هر قيمت د مورني هېواد د ګوټ ګوټ دفاع كوٶ٬ پاكستان د يوې لسيزې راهسې د ترهه ګرۍ ښكار دے٬ د قام په شريكو هڅو مو په ترهه ګرۍ قابو موندلې۔ سرلښكر دا خبرې د ترهه ګرۍ د قامي مخنيوي سنټر پبي دورې په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔

د آئي اېس پي آر له مخې د جمعې په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د قامي ترهه ګرۍ مخنيوي سنټر (اېن سي ټي سي) پبي كهارياں دوره وكړه چرته چې ھغه د ملكي او غېر ملكي پوځ تربيې لپاره د زياتې شوې غوښتنې له مخې د بنيادي انفراسټركچر اپ ګرېډ كولو او د نويو آسانيو وړ د تربيې د نوي مركز پرانسته وكړه۔ د مركز پرانستې سره به ملكي او غېر ملكي ځواكونو ته د ترهه ګرۍ مخنيوي زياته تربيه وركړې شي۔

د سټرائیك کور کمانډرلیفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني سرلښكر ته د تربيې نوي مركز په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې تر اوسه د وسله وال فورس 2 لكه 31 زره افسرانو او ځوانانو ٬ پوليس افسرانو او د سول آرمډ فورس 3438 افسرانو او ځوانانو د دې مركز څخه د ترهه ګرۍ مخنيوي تربيه ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې په مركز كښې تر اوسه د ترهګرې د مخ نيوي تربيې سره سره بېلا بېلو هېوادونو سره شريك 5 مشقونه هم شوي دي چې پكښې چين٬ سعودي٬ بحرېن٬ سري لنكا٬ مالديپ او تركيه شامل دي۔

په دستوره كښې د بېلا بېلو هېوادونو دفاعي اتاشيانو هم ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې سرلښكر جنرال راحيل د نوې اسانيې لرونكې د ترهګرې د مخ نيوي مركز په ښه ډول كارولو سره د معياري تربيې د لارې د كار استعداد د اضافې اپروچ سره د تربيې وركونكو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې پاكستان د يوې لسيزې نه ترهګرې سره مخ دےِ٬ په دې مهال د ټول قوم په ملاتړ پاك پوځ لوئې قربانې وركولو سره په ترهګرې قابو موندلې۔ افسرانو او ځوانانو ته په خپله وېنا كښې سرلښكر جنرال راحيل شريف ووئيل چې زمونږ بهادر وسله وال ځواكونه د ټول قوم په ملاتړ د هر ډول خطر په بشپړه توګه مقابله كولو او د هېواد د انچ انچ د دفاع كولو بشپړ صلاحيت لريِ٬ كه د دې قيمت هر څه وي۔