د اوبو او برېښنا ضروريات پوره كولو لپاره ديامر بھاشا بند او داسو هائېډرو پاور پروژې د اهميت وړ پروژې دي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال﴿ر﴾ مزمل حسېن د پروژو د دورې په موقع خبرې

د اوبو او برېښنا ضروريات پوره كولو لپاره ديامر بھاشا بند او داسو هائېډرو پاور پروژې د اهميت وړ پروژې دي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال﴿ر﴾ مزمل حسېن د پروژو د دورې په موقع خبرې

كوهستان (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال﴿ر﴾ مزمل حسېن وئيلي دي چې د اوبو او برېښنا ضروريات پوره كولو لپاره ديامر بھاشا بند او داسو هائېډرو پاور پروژې د اهميت وړ پروژې دي٬ كه هر څو پروژو لپاره د زمكې اخستلو او د پروژو په سيمه كښې د انفراسټركچر كار روان دے خو مهمه خبره دا ده چې د دواړو پروژو مركزي كار زر تر زره پېل كړے شي او واپډا په دې لړ كښې حكمت عملي تياره كړې۔

ده دا خبرې تېره ورځ د ديامر بهاشا بند او د داسو پروژې د دورې كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د واپډا چيئرمېن ته د پروژو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د واپډا چيئرمېن د مثالي كلي هربن داس تفصيلي جاج هم واخستو۔ په دې موقع ده سره د ګلګت بلستان ستر سېكتر طاهر حسېن هم موجود و.