بايد د هند مشران د بلوچستان كورنيو معاملو په اړه د بيانونو نه ډډه وكړي۔ د بلوچ رابطه اتفاق تحريك مشر پرنس مخي الدين بلوچ

بايد د هند مشران د بلوچستان كورنيو معاملو په اړه د بيانونو نه ډډه وكړي۔ د بلوچ رابطه اتفاق تحريك مشر پرنس مخي الدين بلوچ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) د بلوچ رابطه اتفاق تحريك مشر پرنس مخي الدين بلوچ وئيلي دي چې بايد د هند مشران د بلوچستان كورنيو معاملو په اړه د بيانونو نه ډډه وكړي۔ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د پاكستان تحريك په مهال د بلوچستان اولس او مشرانو مهم كردار ترسره كړے او وطن لپاره ئې لوئې قربانې وركړې دي۔ ده ووئيل چې د بلوچستان په معاملو كښې د هند د ككړتيا شواهد موجود دي او هند د بلوچستان حالاتو په ورانولو كښې نېغ په نېغه ككړ دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې څخه استفاده كولو لپاره دې د بلوچستان ځوانانو ته تكنيكي تربيه وركړې شي۔