چوهدري شجاعت حسېن د چوهدري اجمل صابر په مړينه خواشيني وښودله

چوهدري شجاعت حسېن د چوهدري اجمل صابر په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) د مسلم ليګ (ق) مشر او د پاكستان كبډي فېډرېشن صدر چوهدري شجاعت حسېن د كركټ پخواني لوبغاړي چوهدري اجمل صابر په مړينه خواشيني ښودلې۔د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په دې موقع د كبډي فېډرېشن سېكتر رانا محمد سروس ٬ د قومي اسمبلۍ غړي عبدالرحمان کانجو او د سپورټس بورډ او جي ډي سي اېل نائب صدر هم د ارواښاد كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كړې۔