د وزیراعظم محمد نواز شریف د بشري حقونو كمېسون ته چيټۍ٬ عمومي اسمبلۍ ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونو سره د كشمير كشاله په ښه ډول رامخې ته شوې۔ مېجر(ر) طاهر اقبال

د وزیراعظم محمد نواز شریف د بشري حقونو كمېسون ته چيټۍ٬ عمومي اسمبلۍ ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونو سره د كشمير كشاله په ښه ډول رامخې ته شوې۔ مېجر(ر) طاهر اقبال

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د كشمير قائمه كمېټۍ غړي مېجر(ر) طاهر اقبال وئيلي دي چې هند د مقبوضه كشمير مسئلې هواري له د خپل مشر جواهر لال نهرو وړاندې كړې شوې قراردادونه منلو له هم چمتو نه دے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل د 70 كالو راهسې د كشمير مسئله په ځائ پرته ده او هند په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي ۔

ده ووئيل چې كشميريان د هند د ظلمونه د لاسه يو ځل بيا جوش او جذبې سره مېدان ته راغلي او وائي چې د هند د جارحيت بدل او د خپلواكۍ حق له مخې به آزادي ترلاسه كولو پورې په قلاره نه كېښنو۔ ده ووئيل د وزیر اعظم محمد نواز شریف د بشري حقونو كمېسون ته چيټۍ٬ عمومي اسمبلۍ ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونو سره د كشمير كشاله په ښه ډول رامخې ته شوې۔ مېجر (ر) طاهر اقبال ووئيل اوس وخت راغلې چې د كشمير كشاله زر تر زره هواره كړې شي۔