د عمومي اسمبلۍ غونډې نه پس د هند رښتينې څېره نړۍ ته رامخې ته شوې٬ اوس به نړيوالې ورورولۍ له د كشمير كشالې په هواري كښې كردار لوبول وي۔ عارف کمال

د عمومي اسمبلۍ غونډې نه پس د هند رښتينې څېره نړۍ ته رامخې  ته شوې٬ اوس به نړيوالې ورورولۍ له د كشمير كشالې په هواري كښې كردار لوبول وي۔ عارف کمال

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) پخواني سفير عارف کمال وئيلي دي چې نړيوالې ورورولۍ له به د كشمير مسئلې هواري له كردار ترسره كول وي ۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو او بشري حقونو پامال كولو څخه د نړۍ پام اخوا كولو او د كشالې غلې كولو له د اوړي پشان ناوړه ګوتې كوي۔ ده ووئيل چې اوس د كشميريان غږ غلې كول ممكن نه دي۔

ده ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپله وېنا او نړيوالو مشرانو سره په ملاقاتونو كښې د كشمير كشاله رامخې ته كولو يو مثبت او په وخت اقدام دے۔ ده ووئيل چې د عمومي اسمبلۍ غونډې نه پس د هند رښتينې څېره نړۍ ته رامخې ته شوې٬ اوس به نړيوالې ورورولۍ له د كشمير كشالې په هواري كښې كردار لوبول وي.