صوبائي حكومت د بجټ وړاندې كولو پريكړه٬ د اسمبلۍ غونډه به د مئي په 14 نېټه كېږي

صوبائي حكومت د بجټ وړاندې كولو پريكړه٬ د اسمبلۍ غونډه به د مئي په 14 نېټه كېږي

پیښور(پاکستان نیوزپوائنٹ 24اپریل 2018ء) د خېبرپښتونخوا حكومت د مخالفې ډلې سره د مشاورت نه پس پريكړه كړې ده چې د مئي په 14مه نېټھ به مالي كال 19-2018 بجټ وړاندې كولې شي او په دې اړه پھ باقاعده توګه غوڼډه رابللې شوې۔د وزيراعلٰی وياند شوكت يوسفزئي له مخې د مئي په 14مه نېټھ كېدونكې غونډه د مخالفې ډلې مشاورت سره رابللې شوي او د اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ته دا ټاسك وركړی شوې چې هغه دې د مخالفې ډلې ګوندونه د بجټ په اړه مطمئن كړي۔

د شوكت يوسفزئي له مخې دا پريكړه د صوبې په شوې او پروېز خټك غواړي چې موجوده اسمبلي دې خپله موده ترسره كړي۔له بلې خوا صوبائي اسمبلۍ د خزانې محكمې مشاورت نه وروستو شيډول هم جاري كړې دې چې له مخې به يې بجټ 6 ورځو كښې پاس كولې شي او په دې اړه د اسمبلۍ غړو څخه تحفيف زر او مطالبات زر هم غوښتلې شوې دي۔