خېبرپښتونخوا كښې د سېنېټ د ټاكنو په ضد پیښور هائي كورټ كښې خواست دائر كړې شو

د آئين له مخې هغه خلك د سېنېټ غړي جوړېدې شي كوم چې ديانتدار٬صادق او امين وي٬ هارس ټرېډنګ كونكي صادق او امين نه دي د آرټيكل F (1)62 له مخې دې هارس ټرېډنګ كښې ككړ غړي نااهل او دا ټاكنې كالعدم وګرځولې شي۔خواست كونكي

پیښور(پاکستان نیوزپوائنٹ 24اپریل 2018ء) خېبرپښتونخوا كښې د سېنېټ د ټاكنو په ضد پیښور هائي كورټ كښې خواست دائر كړې شوې۔خواست كونكي ګوهر جان موقف اختيار كړې چې د سېنېټ ټاكنې د هارس ټرېډنګ د لارې كاروبار جوړ شوې۔د هارس ټرېډنګ دې په بشپړه توګه پلټنې وكړې شي او د سېنېټ په ټاكنو كښې پېسې اخستونكو او وركونكو په ضد دې كاروائي وكړې شي۔خواست كښې وئېلې شوي چې د آئين له مخې هغه خلك د سېنېټ غړي جوړېدې شي كوم چې ديانتدار٬صادق او امين وي٬ هارس ټرېډنګ كونكي صادق او امين نه دي ٬ د آرټيكل F (1)62 له مخې دې هارس ټرېډنګ كښې ككړ غړي نااهل او دا ټاكنې كالعدم وګرځولې شي۔

خواست كښې وئېلي شوي چې د پي ټي آئي په كومو غړو د پېسو اخستلو تور دې هغوي هم په عمران خان او پروېز خټك تور لګولې چې پھ ټاكنو كښې كانديدانو ته ټكټ وركولو لپاره روپۍ وصول شوې دې۔په خواست كښې د سېنېټ چيئرمېن٬د ټاكنو كميسون او د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پشمول 10 كسان فريق جوړ كړې شوي،