اولس مشر ممنون حسېن سره د تجارت وفاقي وزير انجيئر خرم دستګير خان ملاقات وكړو

وفاقي وزير اولس مشر ته د وزارت په اړه بريفنګ وركړو

اولس مشر ممنون حسېن سره د تجارت وفاقي وزير انجيئر خرم دستګير خان ملاقات وكړو
وفاقي وزير اولس مشر ته د وزارت په اړه بريفنګ وركړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د حكومت د اقتصادي پاليسو په نتيجه كښې قومي معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ نړيوالو مالياتي ادارو هم د پاكستان پالېسې ستائيلې دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د خبرو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د برامداتو اضافې او د تجارت په څانګه كښې د اقداماتو كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د برامد كوونكو او د تجارانو د مسئلو حل ته پام وكړے شي۔ ده ووئيل د تجارانو اسانيې لپاره دې اقدامات وكړې۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير اولس مشر ته د وزارت په اړه بريفنګ وركړو۔ ﴿م ع/ ګ ل 2105﴾